لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنرال باجوه اؤ مائیک پومپیو دافغانانو په مشرۍ دسولې د پروسې په ارزښت ټینګار کړی


دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه امریکا ته پخپل سفر کې ددغه هیواد دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي مائیک پومپیو سره لیدلي اؤ ورسره یې افغانستان کې دسولې په روانه پروسه مهمې خبرې کړي دي.

دپاکستان پوځي ویاند میجر جنرال اصف غفور په ټولنیزه رسنۍ ټوئټر د جنرال باجوه اؤ مائیک پومپیو دلیدنې عکسونه خپاره کړي اؤ ویلي یې دي چې دجنرال باجوه اؤ مائیک پومپیو په دې لیدنه کې دافغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې په ارزښت ټینګار شوی دی

پوځي ویاند لیکلي چې په دې لیدنه کې دپاکستان اؤ امریکا داړیکو په لا پراخولو هم خبرې شوي اؤ پاکستان د درناوي، باور اؤ ګډو کدرونو اړیکو ته زیات ارزښت ورکوي.

تر دې وړاندې دپاکستان وزیراعظم عمران خان هم تیره ورځ دامریکایي صدر ډانلډ ټرمپ سره لیدلي وؤ اؤ خبریالانو سره خبرو کې یې ویلي وؤ هغه هیله لري چې په نزدې ورځو کې به طالبان افغان دولت سره دسولې خبرو اترو ته چمتو کړي.

خو په دغه لیدنه کې چې صدر ټرمپ دافغانستان دجګړې په یوه اوونۍ کې دګټلو کومه خبره کړې وه هغې دافغان دولت چټک غبرګون راپارولی دی.

صدر ټرمپ ویلي وؤ که امریکا وغواړي په یوه اوونۍ کې دافغانستان جګړه ګټلی اؤ دافغانستان نوم د نړۍ له نقشې ورکولی شي خو په داسې کولو به لس میلیونه افغانان ووژل شي اؤ امریکا داسې نه کول غواړي.

دصدر ټرمپ ددغو څرګندونو په ځواب کې دافغانستان دولت پخپله یوه اعلامیه کې پرون ویلي وؤ “افغانستان د نړۍ له پخوانیو دولتونو څخه یو دی چې د تاریخ په اوږدو کې له څو بحرانونو څخه راوتلی دی اؤ د افغانستان ملت هیڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي.”

امریکې د تیرکال راهسې افغانستان کې دسولې دپاره دخپل استازي زلمي‌ خلیلزاد په مشرۍ په قطر کې طالبانو سره دسولې خبرې پیل کړي اؤ پاکستان وایي په دې خبرو کې زیاتې اسانتیاوې اسلام اباد برابرې کړي دي.

خو امریکا دطالبانو نه پرله پسې غوښتنې کوي چې باید افغان دولت سره دسولې خبرو ته کښېني اؤ طالبان دریځ لري چې وروسته له هغې به افغان دولت سره د سولې خبرو اؤ اوربند ته غاړه ږدي چې امریکا افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د ویستلو مهال ویش اعلان کړي.

دافغانستان دملي امنیت مشاور ښاغلي حمدالله محب په تیرو میاشتو کې ویلي وؤ که طالبانو سره داسلام اباد مرستې نه وي نو هغوئ یوه اوونۍ هم دجګړې کولو توان نه لري خو پاکستان د طالبانو دمرستې تورونه ردوي اؤ وایي افغانستان کې دسولې دپاره د زړه داخلاصه هلې ځلې کوي.

XS
SM
MD
LG