لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان:دامریکا په څېر افغانستان کې زر سوله غواړو،طالبان به افغان دولت سره خبرو ته کښېنوؤ


دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي دي دامریکا په څېر پاکستان هم غواړي چې څومره زر وي افغانستان کې باید سوله وشي اؤ ددې غرض دپاره به پاکستان له خپله انده تر وسه هڅه وکړي چې طالبان افغان دولت سره دخبرو میز ته کښېنوي.

دامریکایي کانګریس غړو ته خپله وینا کې وزیراعظم عمران خان ویلي هغه امریکا ته ویل غواړي چې هیواد یې افغانستان کې دامن اؤ سولې په راوستلو کې څه رول لوبولی شي.

دافغان دولت سره دطالبانو خبرو ته دکښېنولو په اړوند ښاغلي خان وویل “دا به اسانه نه وي،خو زه باور درکووم چې پاکستان به له خپله انده کوټلې هڅه وکړي ځکه چې ټول هیواد مې زما تر شا ولاړ دی،دپاکستان پوځ،امنیتي ځواکونه اؤ ټول راسره دي، زمونږ هم هاغه موخه ده څه چې دامریکا ده یعنې څومره په بیړه چې وي باید افغانستان کې امن ټینګ شي”

دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ دتیر کال راهسې قطر کې د سولې خبرې روانې دي خو طالبان افغان دولت سره د سولې دمزاکراتو نه انکار کوي اؤ وایي هله به افغان دولت سره خبرو ته کښیني چې امریکا افغانستان څخه دټولو بهرنیو ځواکونو د ویستلو مهال ویش اعلان کړي.

عمران خان دامریکا قانون سازانو ته پخپله وینا کې وویل “دا ډيره مهمه وه چې دصدر ډانلډ‌ ټرمپ اؤ دبهرنیو چارو د وزیر مائیک پومپیو سره مې ولیدل اؤ ورته مې وویل چې د دواړو هیوادونو اړیکې به د باور په اساس غځیږي”

هغه وویل له بده مرغه د تیرو څلورو لسیزو په مهال په ځانګړي ډول تیرو ۱۵ کلونو کې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې ډیرې زیاتې غلط فهمۍ رامینځته شوي اؤ دې ۱۵ کالو کې چې دافغانستان اؤ پاکستان په پولو جګړه روانه وه امریکا په دې مهال په غوره ډول په پاکستان نه ده پوهه شوې.

دعمران خان په وینا “خو زه دا ګڼم چې اوس کله له دې ځایه ستنیږم نو داسې خلک به مې پیدا کړي وي چې زما په نظر به پوهه شوي وي”

هغه وویل کله چې پاکستان دترهګرۍ په ضد د امریکا جګړه کوله نو په دې جګړه کې یې د۷۰ؤ زرو سرونو قرباني ورکړه اؤ اقتصاد ته یې هم د اربونو ډالرو زیان واوښتو.

عمران خان زیاته کړه “پاکستان د ۱۱م ستمبر پېښو سره هیڅ تړاؤ نه لرلو ، القاعده په افغانستان کې وه اؤ په پاکستان کې هیڅ تندروه طالبان نه وؤ خو مونږ دامریکا په جګړه کې ورګډ شو، اؤ ددې ذمه وار که چرته زه خپل حکومت ګڼم نو هلته پوهیږم چې مونږ امریکا ته د زمکنیو حقیقتونو په اړوند رښتیا نه دي ویلي”

تیرکال دنوي کال دپیل په وړومبۍ ورځ دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ پخپل یو ټوئټ کې پاکستان باندې سختې نیوکې کړې وې چې امریکا نه یې په فریب ۳۳ اربه ډالر ترلاسه کړي خو پخپله خاوره یې هاغو ترهګرو ته ځالې ورکړي چې امریکا یې په ضد په جګړه بوخته ده.

دصدر ټرمپ له دغه ټویټ نه وروسته دواشنګټن اؤ اسلام اباد اړیکې سختې تاوژنې شوې وې اؤ امریکا په پاکستان خپلې ټولې پوځې مرستې تړلې وې.

خو عمران خان پخپله وینا کې وویل هغه هیله لري چې اوس به بیا امریکه سره داسې اړیکې جوړې کړي چې هغه په باور اؤ اړونده درناوي وړلاړې وي

XS
SM
MD
LG