لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په افغانستان کې خبرو اترو پوځي ماموريت نه دی بدل کړی، ډنفورډ


د امریکا د ګډو ځواکونو مشر د کابل سفر کړی او ويلي يې دي د افغانستان د سولې روانو خبرو د دوي پوځي ماموريت نه دی بدل کړی.

ډنفورډ ويلي، "په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرل ملر او د هغه د ټیم دپاره په ماموریت کې هيڅ بدلون نه دی راغلی او هغوی اوس هم د طالبانو سره په جګړه دي او د افغان پوځ ملاتړ کوي".

جوزف ډنفورډ پرون د چهارشنبې، شورو په ورځ د کابل سفر کړی او د امریکا، نېټو او افغان چارواکو سره یې مشورې کړي دي.

د پېناګون د خبر ترمخه جنرل ډنفورډ ويلي هغه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرل اسټن ملر د ضرورتونو پوره کولو په موخه ورغلی ؤ.

هغه ویلي د کابل سفر يې ځکه کړی چې په ستمبر کې د انتخاباتو نه وړاندې د حالاتو جاج واخلي.

نوموړي زياته کړې دا د دوي دپاره مهم لومړيتوب دی چې هغوي په افغانستان کې ټول ضرورتونه پورته وساتي.

امریکايي جنرل ویلي حکومت او اتحادي ځواکونه هم د افغانستان د سولې د خبرو ملاتړ کوي.

د بيان ترمخه د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خليلزاد دا وخت په کابل کې دی چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځه د خبرو دپاره اترو دپاره زمينه برابره کړي.

دوه ورځې وړاندې زلمي خلیلزاد د بېن الافغاني مذاکراتو په لړ کې له افغان حکومت سره د سلا مشورو او له طالبانو سره د خبرو بلې ناستې لپاره د افغانستان او قطر په سفر روان شوی ؤ.

ښاغلي خلیلزاد پر خپل ټوېټر لیکلي ؤ:

"نن کابل ته رسېږم، تمرکز به مې د داېمي سولې ترلاسه کول وي، چې دا جګړه پای ته رسوي، هغه ډاډ ترلاسه کړم چې ترهګر افغانستان د امريکا د ګواښلو لپاره ونه کاروي، د هغو قربانیو درناوی چې امريکا، زموږ متحدینو او افغانانو ته اوښتي او د افغانستان سره دوامداره اړیکوټینګول دي."

د پېنټاګون په بيان کې ويل شوي چې د طالبانو څو ډلي دي چې ځينې پکې د ټولو بهرنيو ځواکونو په وتلو ټينګارکوي، ځينې مخالفت کوي او ځينې بيا شرطونه ږدي.

XS
SM
MD
LG