لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: مخالفه ګوندونه د تحریک انصاف د حکومت پرضد ۲۵ جولايي د تورې ورځې په توګه نمانځي


پېښور کې د مخالفه ګوندونو جلسه

د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوندونه نن ۲۵ جولايي د تورې ورځې په توګه نمانځي او وايي يو کال وړاندې د عامو انتخاباتو په مهال د سياسي ګوندونو مېنډېټ لوټ کړی شوی او نن د دې احتجاج د لارې ولس وايي چې حکومت ورته منظور نه دی.

د متحده اپوزیشن لخوا په پېښور، کوټه، کراچۍ او لاهور کې جلسې راجوړې کړی شوي دي.

په پېښور کې راجوړې جلسې ته په وېنا کې د مخالفه ګوندونو مشرانو د تحریک انصاف ګوند په حکومت سختې نيوکې کړي او ويلي يې دي نن ولس د غوره کړل شوي (سلېکټډ) وزیراعظم او حکومت پرضد توره ورځ نمانځي او دغه جلسې د حکومت پرضد عدم اعتماد دی.

د پېښور جلسې ته په وېنا کې د جمعيت علمااسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وويل، غوره کړل شوی (سلېکټډ) وزيراعظم اوس رد (ريجکټډ) جوړ شوی دی.

هغه وويل قوم عمران خان رد کړی دی او د دوي ملين مارچ به تاريخي وي.

هغه زياته کړه جېلونه به ډکوؤ او دغه حکومت نه منو، هغه ټولو سياسي غړو او مشرانو ته په ملين مارچ کې د ګډون بلنه هم ورکړه.

د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان وويل، د نوازشریف لور او د اصف زرداري خور عدالتونو ته وړاندې کيږي خو د عمران خان خور عليمه خان تشه په جرمانه ورکول پرېښودی شي.

هغه وويل د ملک تقدير بدلوؤنکی دې خپل بچي وزيرستان ته ښکاره خو کړي. هغه وويل تباهي په وزيرستان کې شوې او حکومت کورونه په اسلام اباد کې جوړوي.

د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد شېر پاؤ وويل، ننۍ جلسې د حکومت پرضد د بې باورۍ څرګندونه ده او د تحریک انصاف حکومت په يو کال کې د ملک بېړه چپه کړه.

هغه وويل عمران خان ملکي امنيت په خطره کې اچولی په ملک کې جمهوريت نشته پارلیمان په ټپه ولاړ دی.

د مسلم ليګ ن ګوند احسن اقبال جلسې ته په وېنا کې وويل، وزيراعظم د ملک شکل وران کړو، اقتصاد تباه شو او د ترقۍ شرح د اته فيصدو نه درې فيصدو ته راکوزه شوې ده.

هغه زياته کړه عمران خان به ويل که ايي اېم اېف ته لاړو خودکشي به وکړي خو اوس يې د پاکستاني قوم نه سوالګري جوړ کړي دي.

د پاکستان پيپلز ګوند نيئر بخاري په خپلو خبرو کې وويل په ۲۵م جولایۍ ۲۰۱۸ د پخواني پوځي امر د وخت بل شوکت عزيز په دوي مسلط کړی شوی دی.

هغه وویل نه به عمران خان بچ کیږي او نه د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني، دواړه به ډوبوي.

هغه زياته کړه متحده اپوزيشن به ډېر زر د خلاصي ورځ ونمانځي.

مخالفه ګوندونو نن د پېښور نه علاوه په کوټه، کراچۍ او لاهور کې هم جلسې اعلان کړي دي.

تېر کال په ۲۵م جولايۍ په پاکستان کې عام انتخابات شوي او تحریک انصاف ګوند دغه انتخابات ګټلي په کومو چې مخالفه ګوندونه تورونه لګوي چې دا ګټه د ووټونه د لارې نه وه بلکې اسټبلشمنټ د عمران خان نه وزيراعظم جوړ کړی دی.

خو بل لور ته وزيراعظم عمران خان تېره شپه اعلان کړی نن به د مننې ورځ نمانځي.

حکومت وايي مخالفه ګوندونه د خپلو غلاګانو او درغليو پټولو دپاره جلسې جلوسونه کوي.

XS
SM
MD
LG