لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ننګرهار خوګیاڼو ولسوالۍ کې دیوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي


دافغاستان ختیځ ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د ولسي وګړو په یوه موټر خښ شوی ماین په چاودنه کې دیوې کورني دیوماشوم په ګډو۷ ښځې وژل شوي او۴ نور ټپیان شوي دي.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند هارون یوسفزي له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې وویل چې دولسی وګړو په ډاډسن موټرپه سې دلارې په سرکې خش شوی ماین نن سهار۹ بجې هغه مهال وچاودید چې د واده مراسمو ته په یاد موټرکې سپاره کسان روان و.

نوموړي زیاته کړه:((داپیښه خوګیاڼو ولسوالۍ د وزی سندلي په سیمه کې رامنځته شوې چې له امله یو ماشوم او ۶ ښځې چې دیوې کورنۍ غړي دي وژل شوي او ۴ تنه نورټپیان شوياو په ژوبل شویو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده.))

د دپیښې مسئولیت تراوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی خو په ختیځ کې داعش او طالبان هغه ډلې دي چې په دې ولایت کې وخت وناوخته دافغان حکومت پرضد د جګړې لپاره سرپورته کوي.

دافغانستان ختیځ ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د تګ راتګ په لاره خښ شوی ماین په داسې حال کې عامو ولسي خلکو ته تلفات رسولي چې دهیواد په ګڼو نورو ولایتونو کې هم په تیرو شاوخوا ۱۸ کلونو کې په سلګونو ته داسې پیښې رامنځته شوي دي.

پرعمومي لارو اوسړکونو دخښ شویو ماینونو قربانیان زیات وخت عام ولسي خلک وي او هغه مهال دوی خپل ژوند په کې دلاسه ورکوي کله چې دژوند چارو دپرمخ بیولولپاره له خطره په ډکو لارو تګ راتګ کوي.

XS
SM
MD
LG