لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخپلو ۱۰ؤ سرتېرو وژنې ته جنرال باجوه د دښمن "دم ختلې هڅه" وېلې ده


دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه په شمالي وزیرستان اؤ بلوچستان کې دترهګرو په ډزو کې د۱۰ؤ پږځیانو په وژنه خپل غبرګون کې ویلي “دا دمایوسه دښمنه قوتونو دم ختلې هڅې دي خو پوځ به دخپلې خاورې دفاع دخپلو وینو په بدل کوي “

دپاکستان پوځ تیره ورځ ویلي وؤ دخیبر پښتونخوا دقبائیلي ضلعې شمالي وزیرستان په ګربز سیمه کې دپولې پورې غاړې(افغانستا) څخه ترهګرو په پاکستان پوځ برید کړی چې پکې دپاکستان دپوځ شپږ سترتیري وژل شوي ؤ .

همدغه شان تیره ورځ دبلوچستان په اواران سیمه کې هم د وسله والو په یو برید کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي وؤ.

دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر باجوه پخپل یو بیان کې په دغو دواړو ترهګریزو پېښو کې وژل شوؤ عسکرو اؤ دهغوئ کورنیو ته پیرزوئنې وړاندې کړي اؤ ویلي یې دي “پوځ دخپلې مور خاورې حفاظت ته دخپلو وینو اؤ خولو په بدل چمتو ولاړ دی”

تر دې دمخه چې کله دپاکستان پوځ په کال ۲۰۱۴م کې دپاکستان په بیلابیلو قبائیلي سیمو کې دترهګرو په ضد د ضرب عضب په نوم عملیات پیل کړي وؤ نو هم یې دعوه کړې وه چې دغو عملیاتو کې یې دترهګرو ملا یې ماته کړې ده.

خو دترهګرو دملا ماتولو ددعوؤ باوجود تر ننه پاکستان کې دترهګریزو بریدونو لړۍ تم شوې نه ده.

جنرال باجوه پخپل بیان کې یو وارې بیا ویلي چې پاکستان د امن په لوري روان شوی اؤ نړۍ دپاره هم دا وخت دی چې باید دسیمه ییز امن دپاره اسانۍ رامخې ته کړي.

پاکستان کې په دې وروستیو کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې چې په دې بریدونو کې په شلګونو پوځي سرتیري اؤ افسران وژل شوي دي.

په پاکستاني پوځیانو د کېدونکو زیاتره بریدونو پړه دپاکستاني طالبان تحریک پغاړه اخلي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG