لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبانو دپاکستان تر ټولو شتمن شخص ملک ریاض نه یو کروړ ډالر قلنګ غوښتی


دپاکستاني طالبانو د تحریک لخوا په پاکستان کې د زمکو د لویې کاروباري اؤ بانفوذه شخصیت ملک ریاض څخه د یو کروړ ډالرو له قلنګ غوښتلو وروسته دهیواد دترهګرۍ دقابو کولو ادارې (نیکټا) دپنجاب اؤ سندهـ صوبو حکومتونو ته د کوټلو ګامونو اخستلو امر کړی.

دپاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي په دې وروستیو کې دپاکستاني طالبانو دتحریک یوې ډلې ملک ریاض نه دیو کروړ ډالرو قلنګ غوښتی اؤ هغه ته یې ګواښونه کړي که دغه پیسې یې ورنکړې نو دی اؤ کورنۍ به یې د بدو عواقبو یا نتیجو سره مخ شي.

ورځپاڼه د سرچینو له خولې وایي چې طالبانو دا قلنګ د ملک ریاض څخه دیو اییمل دلارې غوښتی اؤ دغه ایمیل دطالبانو د مالي چارو مشر هغه ته کړی دی.

په ایمیل کې طالبانو د خپل بانکي اکاوننټ نمبر هم ورکړی اؤ ملک ریاض ته یې ویلي چې یو کروړ ډالر باید په دې اکاوننټ کې جمع کړي.

ملک ریاض ته په لیږل شوي دغه ایمیل د ترهګرۍ د قابو کولو اداره نیکټا خبر کړل شوې ده اؤ یادې ادارې دپلټنو مرکزي شبکې ایف ایي ای،دسندهـ، پنجاب اؤ اسلام ابد دپولیسو مشرانو اؤ د اسلام اباد کمشنر ته امر کړی چې ملک ریاض ته د شوؤ ګواښونو له امله باید دهغه ژغورنې دپاره کوټلي ګامونه واخلي.

ملک ریاض پاکستان کې تر ټولو شتمن د زمکو کاروباري ګڼل کیږي اؤ په هغه محکمو کې بیلابیلې مقدمې هم روانې دي.

په ملک ریاض تورونه دي چې دخلکو نه یې په زور د زمکو قبضه کولو ترڅنګ د لوړ پوړو حکومتي اؤ امینتي چارواکو په مرسته په دولتي زمکو هم قبضې کړي اؤ په هغې یې د بحریه ټاؤن په نومونو د هستوګنو سیمې جوړې کړي دي.

خو ملک ریاض وایي چې دا ټولې پیسې یې پخپل محنت ګټلي البته پخپلو بیلابیلو مرکو کې یې د اشارو په ژبه منلې ده چې دولت نه دخپلو کارونو ویستلو دپاره یې رشوتونه ورکړي دي

XS
SM
MD
LG