لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو افغان دولت سره دنېغ په نېغه مذاکراتو دعوه رد کړه


طالبانو د افغان دولت دا دعوه رد کړې ده چې ګنې هغوئ په دوؤ اوونیو کې دننه افغان حکومت سره نیغ په نیغه د سولې خبرې پیل کوي.

د امن دچارو دپاره دافغانستان دمملکت وزیر ښاغلي عبدالسلام رحیمي تیره ورځ دوه کړې وه چې په راتلونکو دوؤ اوونیو کې به دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ په اروپا کې دسولې نیغ په نېغه خبرې پیل شي.

د اتوار په ورځ دافغانستان دطالبانو دتحریک یو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوئټر دافغان دولت دا دعوه په سختۍ سره رد کړې اؤ ویلي یې دي چې افغان دولت سره به وروسته له هغې دسولې مزاکرات وکړي کله چې امریکا افغانستان څخه په بشپړ ډول د بهرنیو ځواکونو د ویستلو مهال ویش اعلان کړي.

طالب ویاند دا منلې ده چې بین الافغاني خبرې به راجوړې شي خو هغه وایي په دغو خبرو کې به افغان دولت دیو برخه وال په توګه ګډون ولري نه چې دخبرو اترو د د دویم فریق په توګه.

تر دې دمخه افغان سولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیلزاد هم په ټوئټر لیکلي وؤ چې “کله چې مونږ خپلو کې کوم تړون ته ورسیږو نو بیا به د بین الافغاني خبرو یو بل پړاؤ کیږي”

هغه هم واضحه کړې وه چې په دغو بین الافغاني خبرو کې به طالبان، لوړ پوړي دولتي چارواکي،د مهمو سیاسي ګوندونو استازي ، دمدني ټولنې اؤ ښځو استازي برخه ولري.

طالبانو اؤ امریکا ترمینځ د تیر یو کال راهسې دسولې خبرې روانې دي خو په دې خبرو کې طالبانو تل افغان دولت د ګوډاګي په نوم یاد کړی اؤ‌ له خبرو یې ورسره انکار کړی دی.

درې ورځې وړاندې واشنګټن ته دخپل سفر په مهال دپاکستان وزیراعظم ښاغلي عمران خان ویلي وؤ هغه به هڅهوکړي چې طالبان افغان دولت سره ډیر زر مخ په مخ خبرو ته کښینوي.

دعمران خان له دغو خبرو وروسته د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهېل شاهين وايس اف امریکا ته ويلي وؤ چې پاکستان د افغانستان ګاونډي اسلامي هېواد دی اؤ که هغه طالبانو ته بلنه ورکوي دوي به ضرور دغه هیواد ته لاړ شي.

طالب ویاند ويلي وؤ د پاکستان د رسمي بلنې وروسته به عمران خان سره د لیدنې دپاره پلاوی ټاکي. خو پاکستان تراوسه په دغه اړوند څه نه دي ويلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG