لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان به زر افغان طالبان را وبلي، رپورټ


د پاکستان حکومتي چارواکو ويلي ډېر زر به افغان طالبانو ته د اسلام اباد د سفر رسمي بلنه ورکړي او دې ته به يې د اماده کولو هڅه وکړي چې اوربند وکړي او بېن الافغاني خبرو ته يې کښېني.

د پاکستان ټريبيون ورځپاڼې دغه خبر د يو پاکستاني چارواکي له قوله خپور کړی دی. خو پاکستان په رسمي ډول په اړوند څه نه دي ويلي.

درې ورځې وړاندې افغان طالبانو ویلي ؤ که پاکستان ورته بلنه ورکړي دوي د وزيراعظم عمران خان سره لیدو له ورځي خو د اسلام اباد نه ورته کومه بلنه نه ده ورکړی شوې.

دا تازه پرمختګ په داسې حال کې مخې ته راروان دی چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان د امریکا د سفر په مهال ويلي ؤ د وزیراعظم منتخت کېدو ورسته ورسره د طالبانو یو پلاوي لیدل غوښته خو د افغان حکومت د مخالفت له امله یې طالبانو سره د لیدلو نه ډډه وکړه.

عمران خان ويلي ؤ اوس یې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او افغان صدر اشرف غني سره خبرې کړې دي او زر به طالبانو سره ویني.

هغه ويلي د خپل وس هر کوشش به کوي چې طالبان د افغان حکومت سره خبرو ته کښېنوي.

پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قرېشي هم ويلي، طالبان خبرو ته تيار دي او پاکستان د افغانستان د سولې په لړ کې د مينځګړي رول ترسره کوي.

هغه ويلي افغان ولسمشر اشرف غني د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ د خبرو په اړوندځينې تحفظات لرل خو هغه لرې کړی شوي دي.

افغان ولسمشر تېره میاشت د پاکستان سفر کړی د وزيراعظم عمران خان او نورو چارواکو سره یې ليدلي وو.

بل لور ته د افغان دولت سره د خبرو په اړوند طالبانو داسې ادعاوې رد کړي چې ګنې په دوه اوونيو کې د افغان حکومت سره نېغ په نېغه خبرو ته کښېني.

د افغانستان د امن د چارو دپاره وزير مملکت عبدالسلام رحيمي د خالي، شنبې په ورځ ویلي ؤ چې په راتلونکو دوه اوونيو کې به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې په يورپ کې پېل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG