لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناټو: په افغانستان کې دوه امریکايي سرتیري وژل شوي دي


واشنګټن: ناټو وايي، دوه امریکايي سرتیري د جولای په ۲۹ نېټه په افغانستان کې وژل شوي دي.

د ناټو لخوا په یو خپور شوی بیان کې راغلي دي چې دواړه سرتیري د ګل یا دوشنبې په ورځ وژل شوي دي خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

په بیان کې راغلي دي چې د وژل شویو امریکايي سرتیرو نومونه به ۲۴ ساعته وروسته اعلان کړي.

تر دې نږدې یوه اونۍ مخکې د ناټو یو بل سرتیری چې د کروشیا څخه وه په کابل کې د طالبانو په یو ځان وژونکي برید کې وژل شوی و.

همدارنګه د جولای په ۱۳ نېټه د افغانستان په شمالي ولایت فاریاب کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو یو سرتیری د سپکو وسلو په ډزو کې وژل شوی و.

د ګل یا دوشنبې په ورځ د دوو امریکايي سرتیرو له وژل کېدو سره په افغانستان کې په روان کال کې د وژل شویو امریکايي سرتیرو شمېر ۱۲ ته ورسېده.

تېر کال هم په افغانستان کې په همدې شمېر امریکايي سرتیري وژل شوي وو.

دا په داسې حال کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وایي، چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ غواړي د امریکا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نه مخکې، چې په ٢٠٢٠ کې کیږي، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وېستل پیل کړي.

مایک پامپیو د گل/دوشنبې په ورځ په واشنگټن کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل ،چې هغه تمه لري له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د وتلو بهیر د راتلونکي کال له نوامبر میاشتې وړاندې پیل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG