لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پېنډۍ کې پوځي الوتکه غورځېدلې ۱۷ کسان پکې مړه شوي


د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د پوځ يوه وړه الوتکه غورځېدلې او د پوځي پايلټانو په ګډون پکې ۱۷ کسان مړه شوي دي.

پوځ ویلي الوتکه د معمول په پرواز وه او نن د نهې، سه شنبې په سهار وختي د راولپنډۍ په موراکولو علاقه کې په ابادۍ غورځېدلې ده.

پوځ ويلي په غورځېدلې الوتکه کې سواره دواړه پايلټان لفټننټ کرنل ثاقب، لفټننټ کرنل وسيم، صوبېدار افضل،حوالدار بن امين او حوالدار رحمت مړه شوي دي.

الوتکه په کورونو دپاسه غورځېدلې او مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د پوځي بيان ترمخه د الوتکې غورځېدو په پېښه کې د عملې د پينځه کسانو په ګډون ۱۲ عام کسان مړه شوي او ۱۲ نور ژوبل شوي دي او روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

امدادي ادارې ۱۱۲۲ او پوځ د پېښې د ځای څخه ژوبل کسان د پېنډۍ هولي فېملي او نورو روغتونونو ته منتقل کړي دي.

د پېنډۍ مرستيال کمشنر روغتونونو ته ورغلی او د ژوبل شوؤ کسانو تپوس یې کړی دی.

د پېنډۍ په درې غټو روغتونونو هولې فېملي، ضلعي او بېنظیربټو روغتونونو کې بېړني حالات په ځای کړی شوي دي.

امدادي ادارو ويلي د الوتکې لاندې ګېر ټول مړي او ژوبل راويستل شوي او لګېدلی اور مړ کړی شوی دی.

XS
SM
MD
LG