لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ۲۰۱۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۳۶۶ ولسي خلک وژل شوي


د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي د روان میلادي کال د جنوري له لومړی نیټې څخه د جولايې د میاشتې ترپایه پورې د ناامنیو په پېښو کې ۲۴۶۶ ولسي وګړي ټپیان شوي او ۱۳۶۶ تنه نور وژل شوي دي.

یوناما ادارې په خپل یوه راپور کې چې نن د نهې، سه شنبې په ورځ یې خپور کړی راغلی چې د ۲۰۱۹ میلادي د لومړیو دوو میاشتو په پرتله په دریمه او څلورمه میاشت کې د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې ۲۷ سلنه لوړوالي راغلی دی.

د ملګرو ملتونو ادارې ویلي دولسي وګړو به مرګ ژوبله کې ۳۸ سلنه طالبان ښکېل دي، ۱۱ سلنه داعش ډله او ۳سلنه یې نامعلوم وسله وال لاس لري.

د راپور له مخې هغه ۳۷ فیصده ولسي مرګ ژوبله چې د دولت پلوو ځواکونو لخوا رسیدلې ۱۸ فیصده په کې افغان امنیتي ځواکونه ګرم ګڼل شوي او ۱۲ سلنه مرګ ژوبلې مسئولیت پر نړیوالو ځواکونو اچول شوی دی.

د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو یا یوناما ادارې ځانګړې استازي تادامیچي یاماموتو په افغانستان کې د نا امنیو په بیلابیلو پیښو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د کچې په زیاتیدو اندیښنه څرګنده کړې ده.

یاماموتو د جګړې په ټولو ښکیلو اړخونو غږ کړی چې د ولسي وګړو د ژوند خوندیتوب ته باید درناوی وشي او هغوی ته باید څه هیڅ قسم زیان ونه رسیږي.

افغانستان کې دولسي مرګ ژوبلې په زیاتیدو اندیښنه په داسې حال مخې ته راغلې چې ولسمشر اشرف غني په تازه څرګندونو کې ویلي په عملیاتو کې ولسي تلفات ورته د منلو وړ نه دي او له امنیتي ادارو یې غوښتي چې د تلفاتو دا کچه صفر ته راټیټه کړي.

XS
SM
MD
LG