لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان:دافغان سولې جریان کې که امریکا بل اړخ کې مشغوله پاتې شوه دا به یو ستر زیان وي


دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي که چرې امریکا افغانستان کې د امن اؤ ثبات راوستلو د موخو ترلاسه کولو په مهال په کوم بل اړخ کې مشغوله پاتې شوه نو دا به یو ستر زیان ولري.

اسلام اباد کې خبریالانو سره د خبرو په مهال شاه محمود قریشي وزیراعظم عمران خان طالب مشرانو سره لیدنې ته لیوالتیا ښودلې ده اؤ زمونږ هڅه ده چې دې خواهش ته دعمل جامه واغوستل شي .

تیره اوونۍ واشنګټن ته دخپل سفر په مهال وزیراعظم عمران خان ویلي وؤ هغه به دطالب مشرانو سره لیدنه کوي اؤ هغوئ به افغان دولت سره دسولې خبرو ته اماده کوي.

د وزیراعظم عمران خان ددې خبرو نه وروسته په قطر کې دطالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي وؤ چې که چرې پاکستان هغوئ (طالبانو) ته دپاکستان دتګ بلنه ورکړي نو چمتو دي چې پاکستان ته ورشي.

دبهرنیو چارو وزیر وویل طالبانو سره د وزیراعظم عمران خان د لیدنې مقصد به دا وي چې هغوئ بین الافغاني خبرو ته چمتو کړل شي.

خو طالبانو دمخه واضحه کړې ده چې هغوئ به تر هغې افغان دولت سره نیغ په نیغه دسولې خبرو ته نه کښیني ترڅو چې امریکا افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د ویستلو مهال ویش نه وي اعلان کړی.

شاه محمود قریشي وویل ۱۹ کاله یوه ډیره اوږده موده اؤ پاکستان دا ګڼي چې په دې موده چې ډیر انسانان ووژل شول، ټوله سیمه اؤ په ځانګړي ډول پاکستان اؤ افغانستان ددې وضعیت څخه اغیزمن شو خو اوس مونږ نور دا وضعیت نه شو غځولی

د شاه محمود قریشي په وینا اوس په سوچ کې بدلون پیدا شوی دی اؤ دې بدلون دپاکستان اؤ امریکا په اړیکو کې یوه نوې پاڼه سیوا کړې ده

نوموړي وویل مونږ دا ګڼو چې مونږ باید خپلې موخې په ډاګه کړو، که چرې دا وخت د امریکا مقصد افغانستان کې امن اؤ ثبات ټینګول وي نو زمونږ ټول پام باید افغانستان ته وي ، اؤ که چرې مونږ په دې نازک پړاؤ کې خپل پام بل لوري ته ګرځوؤ یا په بل څه کې مشغولیږو نو دا به یو ستر زیان وي

هغه وویل امریکا په تیرو وختونو کې تیروتنه کړې وه چې افغان کشاله روانه وه خو هغوئ عراق ته لاړل ولې اوس اافغان کشاله یو حساس پړاؤ ته تللې ده اؤ هیله ده چې نتیجې به ورکړي.

هغه وویل دافغان سولې په پروسه کې پاکستان یوازې اسانتیاوې برابروي ، ضمانتي پکې نه دی اؤ نه پاکستان په یوازې ځان ټول بار نه شي پورته کولی، دا د ټولو ګډ مسولیت دی اؤ پاکستان په دیانتدارۍ سره پر مخ روان د

XS
SM
MD
LG