چارواکي وايي دافغانستان په کندهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي اؤ ۲۳ تنه نور ژوبل شوي دي.
دافغانستان طلوع ټيلي ویژن د سه شنبې په ورځ دکندهار دامنیتي چارواکو له خولې ویلي دا چاودنه نن سهار دسپین بولدک ولسوالۍ په بازار کې هغه مهال شوې چې یو تن غوښتل ماین خښ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې دملګرو ملتونو په یو رپورټ کې ویل شوي د روان کال په وړومبیو شپږو میاشتو کې دافغانستان بیلابیلو سیمو کې دتاؤ تریخوالي په پېښو کې ۳۳۷ ماشومان وژل شوي اؤ ۸۸۰ژوبل شوي دي.
په کندهار کې د شوې دې چاودنې پړه تر اوسه هیڅ یوې ډلې پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې افغانستان کې په امنیتي ځواکونو یا دولتي مامورینو دغسې دمائنونو چاودنې شوي هغې کې د زیاترو پړه طالبانو په غاړه اخستې ده .
د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي د روان میلادي کال د جنوري له لومړی نیټې څخه د جولايې د میاشتې ترپایه پورې د ناامنیو په پېښو کې ۲۴۶۶ ولسي وګړي ټپیان شوي او ۱۳۶۶ تنه نور وژل شوي دي.
یوناما ادارې په خپل یوه راپور کې چې نن د نهې، سه شنبې په ورځ یې خپور کړی راغلی چې د ۲۰۱۹ میلادي د لومړیو دوو میاشتو په پرتله په دریمه او څلورمه میاشت کې د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې ۲۷ سلنه لوړوالي راغلی دی.
د ملګرو ملتونو ادارې ویلي دولسي وګړو به مرګ ژوبله کې ۳۸ سلنه طالبان ښکېل دي، ۱۱ سلنه داعش ډله او ۳سلنه یې نامعلوم وسله وال لاس لري.
د راپور له مخې هغه ۳۷ فیصده ولسي مرګ ژوبله چې د دولت پلوو ځواکونو لخوا رسیدلې ۱۸ فیصده په کې افغان امنیتي ځواکونه ګرم ګڼل شوي او ۱۲ سلنه مرګ ژوبلې مسئولیت پر نړیوالو ځواکونو اچول شوی دی.
د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو یا یوناما ادارې ځانګړې استازي تادامیچي یاماموتو په افغانستان کې د نا امنیو په بیلابیلو پیښو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د کچې په زیاتیدو اندیښنه څرګنده کړې ده.
یاماموتو د جګړې په ټولو ښکیلو اړخونو غږ کړی چې د ولسي وګړو د ژوند خوندیتوب ته باید درناوی وشي او هغوی ته باید څه هیڅ قسم زیان ونه رسیږي.