لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قامي اسامبلۍ: له ترهګرو سره مالي مرسته کونکو ته سزا او جریمه ټاکل شوې


د قامي اسامبلۍ قایمه کمېټې په پاکستان کې له ترهګرو سره د مالي مرستو او د پیسو د غیر قانوني انتقال د مخنیوي لپاره یوه قانوني مسوده منظوره کړې ده.

ددغې مسودې له مخې په یادو پېښو کې د ککړو کسانو لپاره سزا او جریمه ټاکل شوې چې پکې د هغوي د جایدادونو د ضبط کولو وړاندیز هم شویږ

د خزانې د پاره د قامي اسمبلې قايمه کميټې، د مني لانډرنګ د مخنیوي او فارن اکسچينج په قانونو کې دا بدلونونه پداسې حال کې منظور کړي چې د سږ سپتمبر کې د ايف اې ټي ايف غونډه کيدونکې ده چرته چې به د مني لانډرنګ او ترهګرو د مالي مرستو د مخنوي دپاره د پاکستان د ګامونو جاج اخېستل کيږي.

که د مني لانډرنګ او فارن اکسچينج په قانونوکې دا مجوزه بدلونونه د پارليمان څخه منظور شي نو د هيواد دننه به د ١٠ زره ډالرو د وړو راوړ دپاره يو تن ته د مرکزي بينک نه اجازه اخېستل هم لازم شي.

د خزانې د پاره د قامي اسمبلې مشر اسد عمر وايي هغه ګڼي چې د مني لانډرنګ د مخنوي په موجوده قانونو کې دمره توان نه وو چې د رقمونو په غير قانوي ډول د ترسيل مخه وه نيولې شي او که چرې دا قانون د پارليمان نه منظور شو نو دا به دهېواد په مجموعي اقتصار هم ښه اثر ولري .

ښکاره دې وي چې دا مهال پاکستان د ايف اې ټي ايف په خړ فهرست کې شامل دی او څېړونکي وايي، که په تور نوملړ کې شامل شو نو ورله به د نړيوال ادارو څخه قرض اخېستل مشکل شي او په بهرنې سرمايه کارې به هم بد اغيز پريوځي .

ښکاره دې وي، ايف اې ټي ايف په پاکستان ټينګار کوي چې د ترهګرو د مالي مرستو د مخنوي دپاره دې په زړه پورې ګامونه واخلي او که پاکستان پدې کې ناکامه کيږي نو په تور نوملړ کې ورګډيدې شي .

وتلی خبريال، او د هېواد په اقتصاد نظر لرونکي څيړنکار مهتاب حيدر ډيوه ته وویل، که پارليمان دا مجوزه بدلونونه منظور کړي نو بيا به دا کتل وي چې ايف اې ټي ايف څومره قانع کيږي .

هغه وايي، دا ټول بدلونونه د ايف اې ټي ايف د سپارښتنو په رڼا کې کيږي او گڼي چې دا د هغوي د غوښتنو پوره کولو په لار لمړی ګام دے.

فاينشل ايکشن ټاسک فورس يوه نړيواله اداره ده چې په نړيواله کچه د ترهګرو د مالي مرستو او د رقمونو په غير قانوني ډول د انتقال د چارو څارنه کوي او پدې اړوند تيکنيکي ګامونه اخلي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG