لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې د ايران د بهرنیو چارو په وزير جواد ظریف بندېزونه لګولي


امریکې د شورو، چهارشنبې په ورځ د ايران د بهرنيو چارو په وزیر جواد ظريف د بندېزونو لګولو اعلان کړی دی.

په جواد ظريف په بندېز لګېدونکي امر کې ويل شوي چې هغه به د ايران د روحاني مشر ايت الله خامنه په استازيتوب عمل کولو څوک چې امريکې په وروستيو کې په تور نوملړ کې اچولی دی.

د امریکې لوړ پوړي چارواکي ويلي صدر ټرمپ فېصله کړې چې دا پوره وه او امریکا به په ايران خپل فشار دوامداره ساتي څو پورې چې ايران هغه پاليسي نه وي پرېښودي کومه چې امریکا او اتحاديانو ته يې ګواښ ده.

د امریکې د خزانې محکمې ویلي دا د امریکې ايراني رژيم ته ښکاره پېغام دی چې رويه يې د قبلولو وړ نه ده.

او د امریکې د بهرنيو چارو وزير مایک پمپيو ويلي دا د ايراني رژيم د هغو سرچینو رد کول دي چې د ترهګرۍ قابل يې جوړوي او د ايران په خلکو ظلم کوي.

د امریکې دغه ګام ته په غبرګون کې د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف ويلي،

امریکې ځکه په هغه بنديزونه لګولي چې هغه د نړۍ په وړاندې د ايران استازی دی. هغه پوښتنه کړې چې ايا دا د هغه دپاره په حقيقت کې دردمنده خبره ده؟.

هغه ويلي دغه ګام به يې نه هغه او نه د هغه کورنۍ اغېزمنه کړي ځکه چې د هغه په وېنا هغه او کورنۍ يې د ايران نه بهر جايداد نه لري.

هغه د امریکې مننه کړې چې هغه يې خپلې ايجنډې ته ګواښ ګرځولی دی.

د امریکا دغه بندېزونه چې په چا ولګي هغه نه د امریکا سفر کولی شي او نه د پېسو لېږل رالېږل کولی شي.

XS
SM
MD
LG