لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

"زمونږ حکمونه ومنئ یا سزاګانو ته تیار شئ" د وزیرستان خلکو ته دطالبانو خبرداری


دپاکستاني طالبانو تحریک دخیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې خلکو ته خبرداری ورکړی چې په اوچت غږ دې د سندرو اوریدلو،ماشومانو ته دپولیو دڅاڅکو ورکولو اؤ یوازې دکوره بهر د ښځو پرېښودلو نه ډډه وکړي ګنې سختې سزاګانې به ورکړل شي.

دعوامي نیشنل پارټۍ وتلی مشر میا افتخار حسین وایي دهیواد په بیلابیلو برخو کې دطالبانو سیوا شوي ترهګریز بریدونه اؤ داسې قسمه دړکې ښایي چې ترهګر یو ځل بیا منظم شوي اؤ هغوئ چې هرچرته وغواړي خپل هدفونه ترلاسه کوي.

دزیارت په ورځ دپاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي چې دشمالي وزیرستان په مرکز میران شاه کې طالبانو په اردو ژبه لیکل شوی یو لیک په خلکو ویشلی اؤ په هغې کې یې دسیمې خلکو ته دړکه کړې ده چې باید دطالبانو د اوامرو منلو نه ډډه ونکړي.

په دغه لیک کې کښل شوي مونږ تاسو ته خبرداری درکوؤ چې دا رقم بیانونه مو وړاندې هم خپاره کړي وؤ خو هغه سنجیده نه وؤ اخستل شوي خو دا ځل به مونږ د تحریک طالبان پاکستان د اوامرو نه منونکو ته سزاګانې ورکوؤ

طالبانو په دغه لیک کې ګواښ کړی چې د کورونو دننه یا بهر به خلک په لوړ غږ سندرې اؤ‌ سازونه نه اوري ګنې د نتیجو ذمه وار به پخپله وي.

طالبانو زیاته کړې ده چې که په دوکانونو کې هم په لوړ اواز سندرې واوریدل شوی نو هغه دوکانونه به په بمونو الوځول کیږي اؤ نه به هم څوک خپلو ماشومانو ته دپولیو څاڅکي ورکوي.

دښځو په اړوند دغه لیک کې طالبانو ویلي چې میرمنې به له کورونو یوازې بهر نه اوځي ځکه چې دا زمونږ د ټولنې دپاره یو خطرناک عمل دی.

طالبانو دا هم واضحه کړې چې په هرو دریوؤ وګړو کې یو دهغوئ مخبر دی اؤ څوک دې په دې غلط فهمۍ کې نه اوسي چې ګنې دهغوئ دحکمونو ماتولو نه به طالبان خبر نه شي.

په خپل دغه لیک کې طالبانو په سختو ټکو کې ګواښ کړی چې زمونږ په اوامرو عمل وکړئ یا نتیجو ته تیار شئ

دپاکستان حکومت یا امنیتي ادارو تر اوسه د طالبانو ددې تازه ګواښونو په هکله خپل غبرګون نه دی ښکاره کړی خو دپاکستان پوځ پرله پسې پخپلو بیانونو کې دعوې کوي چې طالبان اوس په منظمه توګه د کاروائیو کولو توان نه لري.

دعوامي ګوند عمومي سکتر میا افتخار حسین ویلي دطالبانو دا رقم ګواښونه ښایي چې هغوئ یو ځل بیا منظم شوي اؤ دمخې نیولو یې هیڅوک نشته.

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ښاغلي افتخار حسین ویلي په تیرو وختونو کې چې کله دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې دترهګرو غلبه وه نو هم هغوئ خپل عدالتونه جوړ کړي وؤ،ښځې یې له کورونو بهر نه پرېښودلې ، په موسیقۍ یې بندیز لګولی ؤ اؤ اوس چې دعوې کیږي چې دترهګرو ملا ماته کړل شوې نو هم ترهګر یو ځل بیا خپل زاړه عملونه تکراروي.

هغه وویل نزدې ورځو کې په باجوړ ،پېښور،بلوچستان اؤ نورو سیمو کې په امنیتي ځواکونو اؤ سیاسي خلکو شوي ترهګریز بریدونه د ترهګرو ډلو د منظم کیدلو یو واضحه ثبوت دی.

هغه تور ولګولو چې دپاکستان وزیراعظم عمران خان پخپله د طالبانو پلوي پاتې شوی اؤ دهغه حکومت کې دشاملو وزیرانو ترهګرو ډلو سره اړیکې په ریکارډ شته ځکه نو ددې حکومت نه تمه نه شي کیدلی چې په ترهګرۍ به قابو ومومي.

XS
SM
MD
LG