لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامد کرزی:دافغان سولې پسر دامریکا اؤ پاکستان معامله افغانانو ته دمنلو نه ده


دافغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې افغانستان کې دسولې دټینګښت بهیر دامهال یوازې د امریکې اؤ پاکستان په لاسونو کې دی اؤ باید روسیه اؤ چین هم دې بهیر کې ورګډ شي.

د پنجشنبې په ورځ کابل کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ښاغلي حامد کرزي ویلي ترڅو چې افغانستان کې دسولې په اړه یو غوڅ تړون نه وي شوی تر هغې د جمهوري ریاست ټاکنې دافغانستان په زیان دی.

حامد کرزي وویل امریکا اؤ طالبان پخپلو کې یو تړون ته نزدې شوي دي اؤ هیله ده په راتلونکو څو ورځو کې به دغه تړون باندې لاسلیکونه وشي اؤ ددې ترڅنګ به دافغانستان اؤ امریکا حکومتونه هم پخپلو کې یو تړون کوي چې دی یې هرکلی کوي.

خو نوموړي واضحه کړه چې دسولې بهیر باید افغاني بڼه ولري اؤ که دا بهیر یوازې دپاکستان اؤ امریکا په لاسونو کې وي نو دا به افغانستان ته د سولې د نه راتګ په معنا وي.

هغه افغانستان کې د صدارتي ټاکنو روان عمل هم یوه دسیسه وبلله اؤ وئ ویل اوس مهال باید د سولې خبرو ته اولیت ورکړل شي اؤ هڅه وکړل شي چې دسولې روانې خبرې په بریالیتوب سره پائ ته ورسیږي.

هغه په طالبانو هم غږ وکړو چې باید نور د جګړې لاس واخلي اؤ دبین الافغاني خبرو د لارې روانه جګړه پائ ته ورسوي.

پخواني ولسمشر پخپل دغه مطبوعاتي کانفرنس کې دامریکا اؤ پاکستان ترمینځ معاملې سره بشپړ مخالفت وښودلو اؤ وئ ویل دافغانستان پسر دامریکا اؤ پاکستان معامله په هیڅ توګه افغانانو ته دمنلو نه ده.

حامد کرزي دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې افغان سولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیلزاد اؤ طالبانو دواړو دعوې کړي چې دسولې په خبرو کې یې مهم پرمختګونه کړي.

دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تیره ورځ وائس اف امریکه سره خبرو کې هیله ښودلې وه چې راتلونکې اوونۍ به قطر کې امریکا سره کیدونکو خبرو کې دسولې یو تړون ته ورسیږي.

امریکایي استازي زلمي خلیلزاد هم پرون ماذیګر دافغانستان ولسمشر اشرف غني سره د درېوؤ ورځو دننه په دوهم وار لیدنه کړې وه اؤ هغه یې دافغان سولې بهیر کې دشوؤ پرمختګونه نه خبر کړی ؤ.

ټاکل شوې ده زلمی خلیلزاد د زیارت په ورځ اسلام اباد کې دپاکستان حکومتي اؤ پوځي مشرانو سره هم لیدنې کوي اؤ دافغان سولې په اړوند به ورسره غږیږي

دپاکستان وزیراعظم عمران خان تیره اوونۍ واشنګټن ته دخپل سفر په مهال ویلي وؤ هغه به هڅه وکړي چې طالبان زر تر زره افغان دولت سره دسولې خبرو ته کښینوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG