لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د تورخم دروازې د ۲۴ ساعته پرانېستلو هڅې روانې دي


Truck drivers stand beside their trucks while they waiting for border opening at a highway leading to Torkhum

واشنګټن: تمه ده چې د تورخم دروازه به ۲۴ ساعته (شپه او ورځ) د خلکو او سوداګرۍ په وړاندې پرانېستل شي او ټاکل شوې ده چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به د پرانېسې دغو مراسمو ته په خپله هم ځان ورسوي.

پاکستان د تورخم د دزوازې د ۲۴ ساعته پرانستل کېدو خبر وروسته له هاغې ورکړی وه کله چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د جولای د میاشتې په سر کې له اسلام اباد څخه لیدنه وکړه.

د عمران خان سلاکار ارباب شهزاد او د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان د زیارت یا پنجشنبې په ورځ له تورخم څخه د لیدنې پر وخت ویلي دي چې د دې دروازې له پرانېستل کېدو سره به د عامو خلکو په تګ راتګ کې اسانتیاوې برابرې شي او سوداګري به ورسره وده وکړي.

طورخم پولې ته د یوې دورې په ترڅ ګښی د وزیر اعظم صلاح کار ارباب شهزاد اؤ د خیبر پختونخوا وزیر اعلی محمود خان وئیلی چه افغانستان سره تجارت ته نوره وده ورکولو.

د چارواکو په وینا د پاکستان دغه اعلان د دواړو هېوادونو د پاره "ښه خبر" دی او د کابل او اسلام ترمنځ د اړیکو او په ځانګړې توگه پاکستان ته د افغان ولسمشر اشرف غني د سفر مثبته پایله ده.

افغانستان د سمندر سره ساحل نه لري او تجارتي توکې یې زیاتره د پاکستان څخه تېږیږي خو په وروستي کلونو کې د دواړو ملکونو په اړیکو کې د تاوتریخوالي له امله د دوی ترمنځ لارې وتړل شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم سخته وځپل شوه.

خو په دغه مهال افغانستان د ایران او مرکزي اسیا له لارې د نورو هېوادونو سره خپله سوداګري زیاته کړې ده.

له تورخم نه پرته په شمالي وزیرستان کې د غلام خان او د چمن د باب دوستي یا د دوستۍ دروازې له لارې هم د افغانستان او پاکستان سوداګري کېږي.

پاکستان او افغانستان د ډیورنډ په نامه کرښې باندې سره جلا شوی چې اوږدوالی یې شا او خوا ٢٦٠٠ کلومېټره کېږي.

XS
SM
MD
LG