د پاکستان وزیراعظم عمران خان د افغانستان دپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره په ليدنه کې ژمنه کړې چې پاکستان به د افغانستان د سولې او روغې جوړې په عمل کې د امریکا او نورو فريقېنو ترمنځ د خبرو په لړ کې خپل رول لوبوي.
د پاکستان سرکاري ميډيا ویلي امريکايي استازي په اسلام اباد کې د عمران خان سره ليدلي او د افغانستان د سولې په خبرو غږېدلي دي.
عمران خان په دغه ليدنه کې د واشنګټن په سفر کې د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ سره د ليدنې په مهال د کړو خبرو يادګېرنه کړې او ویلي يې دي سوله ييز او باثباته افغانستان نه يواځې د پاکستان بلکې د سيمې په ګټه دی.
زلمي خليلزاد د اسلام اباد په سفر کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قرېشي سره هم ليدلي دي.
د بهرنيو چارو وزارت ويلي ښاغلي خليلزاد ورسره د طالبانو او د هغه د اووم پړاؤ ترسره شوې خبرې شریکې کړي دي او د کابل سره د وروستيو اړيکو احوال يې ورته ويلی دی.
دوي په خبرو کې په بېن الافغاني خبرو ټينګار کړی چې دا به د باثباته، سوله ييز او خوشحاله افغانستان په ګټه تمامیږي.
د بهرنیو چارو وزارت هم دغه دريځ تکرار کړی چې پاکستان به د افغانستان د سولې په لړ کې خپلې مرستې دوامداره ساتي.
د اسلام اباد د سفر نه دوه ورځې وړاندې زلمي خليلزاد د افغان ولسمشر اشرف غني سره ليدلي، او ارګ د دغه لیدنې په اړوند ويلي ؤ،
(دواړو لوریو د سولې پروسه کې د وروستي حال او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي پلاوي ټاکلو کې د پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وکړې).
او زلمي خليلزاد په دغه ليدنه کې اشرف غني ته د خپل راتلونکې په اړوند حال تېر کړی ؤ.
امریکايي استازي د دغه سفر او بيا دوحې ته د تګ په اړوند ټويټس کړي وو.