لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزیرستان:په امنیتي پوسته برید کې درې پوځيان وژل شوي،یو ژوبل


د سیمې څخه امنیتي سرچینو د خالي په ورځ وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي دغه برید دشمالي وزیرستان د رزمک په ملکان نومي امنیتي پوسته نامعلومو وسله والو کړی دی.

دافغانستان د پولې سره لګیدلې دخیبر پښتونخوا شمالي وزیرستان سیمه کې په یوه امنیتي پوسته برید کې درې پوځیان وژل شوي اؤ یو بل ژوبل شوی دی.

د سیمې څخه امنیتي سرچینو د خالي په ورځ وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي دغه برید دشمالي وزیرستان د رزمک په ملکان نومي امنیتي پوسته نامعلومو وسله والو کړی دی.

سرچینې وایي پوځیان په امنیتي پوسته د نور کله په څېر په ډیوټۍ ولاړ وؤ چې د نامعلوم لوري نه پرې ناتاره ډزې وشوې اؤ هغوئ ته یې مرګ ژوبله واړوله.

په پېښه کې د وژل شوؤ پوځیانو پیژندګلو د نائیک عبدالجبار،سپاهي اصف اؤ‌ سپاهي نظام الدین په نومونو شوې ده اؤ د محمد اسماعیل په نوم سپاهي ژوبل شوی دی.

ددې برید پړه دحزب الحرار په نوم دیوې وسله والې ډلې ویاند ډاکټر عزیز یوسفزئ پغاړه اخستې اؤ رسنیو ته یې ویلي هغوئ‌به راتلونکي کې په امنیتي ځواکونو داسې نور بریدونه هم ترسره کړي.

شمالي وزیرستان سیمه په تیرو وختونو کې د القاعده اؤ طالبانو مضبوط مرکز ګڼل کیدلو خو په کال ۲۰۱۴م کې دپاکستان پوځ دغلته د ضرب عضب په نوم په پراخه کچه پوځي عملیات کړي وؤ اؤ دعوه کوي چې اوس یې دغه سیمه د ترهګرو نه پاکه کړې ده.

خو دپوځ ددې دعوؤ باوجود وخت په وخت په شمالي وزیرستان کې په امنیتي سرتیرو بریدونه کیږي چې تر دې دمه پکې په شلګونو پوځیان وژل شوي اؤ‌ ژوبل شوي دي.

دعوامي نیشنل ګوند عمومي سکتر میا افتخار حسین اوړمه ورځ وائس اف امریکه سره خبرو کې ویلي وؤ چې په پوځ اؤ پولیسو کیدونکي بریدونه ښایي ترهګرې ډلې یو ځل بیا په هیواد کې منظم شوي دي اؤ چې چرته وغواړي خپل اهداف په نخښه کولی شي.

XS
SM
MD
LG