لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدالت دمحسن داوړ اؤ علي وزیر دضمانت عریضه بیا وځنډوله


دپښتون ژغورنې غورځنګ د دوؤ وتلو مشرانو اؤ دپاکستان دقامي اسمبلۍ دبندي غړو محسن داوړ اؤ علي وزیر په ضمانت دخوشې کولو عریضه نن په میرانشاه کې دشمالي وزیرستان دضلعي جج ممریز خان په عدالت کې اوریدل شوې اؤ محکمې یو ځل بیا تر ایم اګسټ ددې عریضې اوریدنه ځنډولې ده.

دخالي په ورځ دعریضې اوریدنې دپاره دمحسن داوړ اؤ علي وزیر د وکیلانو ترڅنګ دپېښور هائیکورټ د وکیلانو دسازمان مشر وتلی قانوندان عبداللطیف اپریدی هم په میرانشاه کې محکمې ته وړاندې شوي اؤ ښاغلي اپریدي تور لګولی چې دمحسن داوړ اؤ علي وزیر خوشي کولو کې دځنډ‌ په خاطر دهیلو بهانو څخه کار اخستل کیږي.

تر دې وړاندې دمحسن داوړ اؤ علي وزیر دنیونې په ضمانت دخوشې کولو دعریضې اوریدنه په بنو کې دترهګرۍ دمخنیوي په محکمه کې کیدله خو ددغه محکمې دقاضي یا جج په رختصتیو دتګ له امله دخالي په ورځ دا دوسیه دمیرانشاه د ضلعي جج په محکمه کې اوریدل شوې.

عدالت کې د دوسیې اوریدنې په مهال د علي وزیر اؤ محسن داوړ د وکیلانو ترڅنګ سرکاري وکیلانو هم خپل بحثونه کړي دي.

په محسن داوړ اؤ علي وزیر شمالي وزیرستان کې دپوځيانو په ګاډي دبمي چاودنې ترڅنګ دملکي ادارو په ضد د خلکو د راپارولو تورونه لګول شوي اؤ ددغو تورونو په اساس هغوئ امنیتي ادارو نیولي اؤ د هریپور زندان ته یې اچولي دي.

دپېښور هائیکورټ د وکیلانو دسازمان مشر عبداللطیف اپریدي وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي په ننۍ اوریدنه کې هغوئ د عدالت څخه غوښتي چې باید دعلي وزیر اؤ محسن داوړ ضمانتونه منظور کړي خو سرکاري وکیلانو ددې سره اختلاف کړی اؤ دریځ یې خپل کړی چې ضلعي جج د ضمانتونو منظورولو صلاحیت نه لري.

هغه وایي دعلي اؤ محسن وکیلانو عدالت کې دریځ خپل کړی چې که کومه محکمه د عریضې اوریدنې واک لري نو هغه د ضمانت ورکولو صلاحیت هم لري خو دمحکمې قاضي تر ایم اګست ددې عریضې اوریدنه ځنډولې اؤ ویلي یې دي هغه به په دې موده کې ارزونه کوي چې دقانون له مخې دضمانتونو ورکولو وړتیا لري که نه؟

ښاغلي لطیف اپریدي وویل “مونږ محکمې ته صفا وویل که چرې د علي وزیر اؤ محسن داوړ د ضمانت درخواستونه دلته نه منظوریږي نو باید بیا منسوخ کړل شي چې مونږ یې دپېښور هائیکورټ څخه د ضمانتونو تابیا وکړو خو محکمې اوریدنه تر اتم اګست وځنډوله”

هغه تور ولګولو چې د محسن داوړ اؤ علي وزیر دخوشې کولو په عریضه کې د ځنډ په خاطر دهیلو بهانو څخه کار اخستل کیږي، لمړی پولیسو ریکارډ محکمې ته نه وړاندې کولو،بیا یې نیمګړی ریکارډ وړاندې کړو اؤ چې کله بشپړ ریکارډ محکمې ته وړاندې کړل شو نو دمحکمې جج په رخصتۍ لاړو.

نوموړي وویل” که چرې محکمه هغوئ په ضمانتونو نه خوشې کول غواړي نو بیا باید عریضې منسوخ کړي چې مونږ یې پېښور کې دضمانتونو غم وخورو”

هغه وویل په مطبوعاتو کې داسې راپورنه هم راغلي چې علي وزیر اؤ محسن داوړ سره زندان کې لکه د جنګي بندیانو سلوک کیږي خو ددې زیاتي په ضد به ډیر زر مونږ پېښور کې د محکمې دروازه ووهو.

نوموړي وویل د پي ټي ایم په دواړو بندي مشرانو یوازې تورونه لګول شي اؤ ترڅو چې دا تورونه ثابت شوي نه وي دقانون له مخې هیڅوک دهغوئ څخه د هغوئ بشري،سیاسي،جمهوري اؤ ائنیي قانونه نه شي اخستی.

تر دې وړاندې تیره اوونۍ پخوانیو سنیټرانو افراسیاب خټک اؤ فرحت الله بابر دعلي وزیر اؤ محسن داوړ سره په زندان کې لیدلي وؤ اؤ افراسیاب خټک بیا وائس اف امریکه ډيوه ته ویلي وؤ چې دواړو بندي مشرانو سره زندان کې دجنګي قیدیانو په څېر سلوک روان دی.

هغه ویلي وؤ علي وزیر او محسن داوړ د پارلېمنټ غړي دي او جیل د قانون دلاندې پکار ده چې دوی ته "ای کلاس" ورکړی شوي وی چې پکې ورځپاڼو او کتابونو ته رسايي شامله وي، خو دوی ته دغه اسانتیاوې نه ورکړی کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG