لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسولې دخبرو ترټولو مهم پړاؤ،امریکا اؤ طالبانو دسولې تړون ته درسیدو هېلې ښودلي


دشنبې د ورځې نه په قطر کې دافغان سولې دپاره دامریکایي استازي زلمي خلیلزاد اؤ طالبانو ترمینځ پیل شوؤ د سولې داتم پړاؤ خبرو ته دواړو خواؤ خوشبیني ښودلې ده اؤ مطبوعات وایي چې افغانستان کې د روانې اتلس کلنې جګړې پائ ته د رسولو دپاره دا دخبرو اترو تر ټولو مهم پړاؤ دی.

امریکایي استازي زلمي خلیلزاد پخپل یو ټوئټ کې لیکلي “طالبان داسې اشارې ورکوي چې هغوئ دسولې تړون غواړي اؤ امریکا هم یو غوره تړون ته چمتو ده”

خو دقطر دخبرو نه باخبره سرچینې وایي اوس هم د سولې دتړون په جزئیاتو کې ګڼې داسې خبرې شته چې متفق کیدل پرې یو جنجالي اؤ زړه ستړي بحث اؤ تدبر ته اړتیا لري.

طالبانو تر ټولو زیات ټینګار په دې خبره کوي چې امریکا باید افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو مهال ویش اعلان کړي خو زلمي خلیل زاد تیره ورځ دوحې ته په رسیدو خپل یو ټوئټ کې لیکلي ؤؤ‌ چې “موږ د سولې يوه داسې هوکړه غواړو چې له مخه یې د ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شي. په افغانستان کې زموږ شتون د شرایطو له مخې دی او وتل به مو هم شرایطو ته په کتو وي”

خبري شبکې رائټرز دسولې په خبرو کې د برخه لرونکو مهمو مشرانو له خولې لیکلي چې داتلس کلنې جګړې پائ ته رسولو دپاره دا دخبرو ترو تر ټولو مهم پړاؤ دی.

دغه سرچینې وایي چې دشنبې د ورځې نه پیل شوې خبرې به په ۱۳م اګست سرته رسیږي اؤ هیله ده چې تر دې وړاندې به دواړه خواوې په یو داسې تړون هوکړه وکړي چې له مخې به یې افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو وتلو ته لاره هواره شي.

هرڅو که زلمي خلیلزاد واضحه کړې ده چې امریکا طالبانو سره دسولې د تړون په هڅه کې ده ،نه چې افغانستان نه دبهرنیو ځواکونو د ویستلو تړون لټوي خو په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیلابیلو رسنیو سره خبرو کې هېله ښودلې چې دسولې په دې تازه خبرو کې به افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو په اړوند دواړه خواوې یو غوڅ تړون ته ورسیږي.

طالبانو سره دسولې داتم پړاؤ خبرو پیل کولو څخه دمخه زلمي خلیلزاد داسلام اباد سفر هم کړی ؤ اؤ دغلته یې دپاکستان وزیراعظم عمران خان اؤ دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه سره دافغان سولې په هکله په شوؤ پرمختګونو خبرې کړې وې.

اسلام اباد کې دامریکا سفارتخانې له دغه سفر وروسته پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې زلمي خلیل زاد پاکستاني مشرانو سره دلیدنو په مهال ویلي وؤ چې طالبانو سره دسولې دپاره به دافغانستان اؤ پاکستان له لوري امریکا ته د ډاډمن باور ورکول وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG