لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که طالبان بیا واک ته ورسیږي،پاکستان کې به یې په تندروه ډلو اغېزې څه وي؟


څېړونکي وایي که چرې طالبان امریکا سره دسولې دیو غوڅ تړون دلارې افغان حکومت کې برخه ترلاسه کړي نو له امله به یې په ټوله سیمه اؤ‌ په ځانګړي ډول پاکستان کې د مخکې نه موجود تندلاریتوب نوره وده هم ومومي.

افغان دولت کې دطالبانو دګډون اغېز به په پاکستان اؤ دسیمې په تندروه تنظیمونو څه وي؟ په دې اړوند دخبرو کولو په مهال دامریکايی تهنک ټینک “مدل ایسټ انسټي ټیوټ” ډاکټر مارون وائین بوم وایي مونږ ته په دې خبره پوهیدل پکار دي چې واکمنۍ کې برخه موندل اؤ‌ پخپله واک ته رسیدل دوه جلا خبرې دي.

دامریکا غږ د راپور له مخې هغه وویل “که چرې طالبان یوازې په واکمنۍ کې برخه ولري نو بیا به یې زیات پام دافغانستان سیاست ته وي ،خو کیدائ شي داسې ونه شي “

دهغه په فکر طالبان افغانستان کې دموجودو نورو سیاستدانانو سره یو ځائ دحکومت کولو پرځائ دموجوده حکومت دبدیل په توګه ځان پخپله راتلونکي حکومت کې ویني .

خو ډاکټر وائن وایي” زه په دې اړه اندېښنه لرم چې چې که هغوئ له ګډ حکومت پرته اقتدار پخپلو لاسونو کې واخلي نو بیا به په هغه مقام ودریږي چې پاکستان کې دننه تندروه ډلې به ورسره نورې هم پیاوړې شي،اؤ هغوئ به یوازې په پاکستان کې نه بلکې په ټوله سیمه کې دغسې کوي”

دنیویارک پوهنتون اړوند جهانګیر خټک هم وایي چې که طالبان واک ته ورسیږي نو په پاکستان به یې هم تر یوه حده اغېزې کیږي.

دهغه په وینا “زما په فکر ددې اغیزې به ضرور وي ځکه چې هغوئ د۱۸کالو راهسې جنګیږي اؤ خپل یو سوچ اؤ نظریه لري چې هغې سره تاسو اختلاف کولی شئ‌ خو څرګنده چې چې کله هغوئ خبرې کوي نو په هم هاغو نکاتو به یې کوي چې دوي پرې باور لري اؤ د ودې دپاره یې کار کوي “

دافغان چارو څېړونکي ډاکټر حسین یاسا وایي طالبانو له وړاندې څخه ویلي چې هغوئ به د موجوده دولت سره په ګډه حکومت نه جوړوي.

هغه وویل “که داسې یو دولت د ملګرو ملتونو یا نړیوالې ورورولۍ دڅارنې لاندې جوړیږي نو دا به یو موقتي دولت وي اؤ که طالبان واک ته ورسیږي یا کابل هغوئ ته وسپارل شي نو دې کې هیڅ شک نشته چې له دې امله به نه یوازې افغانستان اؤ‌ پاکستان لکې ټوله سیمه کې دتندلاریتوب لړۍ نوره هم پیاوړې شي چې دابه ښې پائیلې ونه لري”

دطالبانو واک ته له رسیدو وروسته په ممکنه وضعیت دخبرو کولو په مهال ډاکټر وائین بوم وویل که چرې طالبان واک ته ورسیږي اؤ خپلې تګلارې پځائ کوي، چې باوري ده همدغسې به کوي نو بیا به مونږ هم هغسې وضعیت وینو چې دطالبانو د واکمنۍ په دوره کې مو لیدلی ؤ

هغه زیاتوي که طالبان بیا افغانستان کې خپلې سخت دریځۍ ته لاس اچوي نو د پینځوؤ نه نیولې تر ۱۰ؤ میلیونو افغان کډوال به بیا په پاکستان اؤ شاوخوا سیمو کې ځانونو له سرپناه لټوي اؤ ددې تر ټولو زیاتې اغیزې به په پاکستان کیږي.

څېړونکي په دې نظر دي چې افغانستان کې دسولې تړون دپاکستان اؤ امریکا دواړو په ګټه دی ځکه چې دطالبانو واک ته په رسیدلو سره به افغانستان کې دهند نفوذ کم شي اؤ امریکا به دخپلو سرتیرو په بیرته رابلو کې بریالۍ شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG