لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دیو شواروز دننه امریکا کې د ډزو بله پېښه کې نور نهه کسان وژل شوي،۱۶ژوبل


دامریکا په ټیکساس ایالت کې د ډزو یوه پېښه کې د۲۰کسانو له وژل کیدو وروسته اوهائیو ریاست کې دڅلیریشتو ساعتو دننه د ډزو یوه بله پېښه رامنځته شوې چې پکې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي اؤ‌۱۶ نور ژوبل شوي دي.

دامریکا نیویارک ټائمز ورځپاڼه وایي د ډزو دا دویمه پېښه د شنبې اؤ‌ یکشنبې په منځ شپه کې د اوهائیو په ډي ټن سیمه کې رامینځته شوې چې دغلته یو وسله وال تن په ایسټ ففتهـ کوڅه کې په خلکو ناتاره ډزې وکړې.

پولیس وایي په ډزو کې نهه کسان وژل شوي اؤ شپاړس ژوبل شوي اؤ‌ دپولیسو په ځوابي ډزو کې برید کوونکونکی هم وژل شوی دی.

تر دې وړاندې تیره ورځ دامریکا ټیکساس ریاست په یو شاپنګ مال کې د ډزو په يوه پېښه کې شاوخوا ۲۰ کسان وژل شوي او ګڼ شمیر نور ژوبل شوي وؤ چې ماشومان هم پکې شامل وؤ.

د سپینی ماڼۍ ویاند ویلي دي چې صدر ډانلډ ټرمپ په دې پېښه خبر کړل شوی او مونږه لګیا یو په صورتحال د ډیر نژدی نه نظر ساتو.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ څوک چې دا وخت په نیوجرسي کې پخپل گولف کلب کې دی خپل ټویټ پیغام کې ویلي دي چې د سیمی نه راغلي خبرونه ډیر بد دي، ګڼ شمیر خلک وژل شوي دي. زما د ټیکساس ګورنر سره خبری شوي دي او ورته می ویلي دي چې د مرکزي حکومت لخوا به ورسره پورا مرستی کیږي.

یوې اونۍ نه هم لږ وخت مخکې د کیلي فورنیا په ګېلراې ښار کې هم د ډزو پېښه ترسره شوې وه چې پکې درې تنه وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل شوي وو، په وژل شوؤ کې دوه ماشومان هم وو.

XS
SM
MD
LG