لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند پاکستان ته:سپین بیرغ ونیسئ اؤ راشئ د وژل شوؤ پوځیانو مړي مو دروړئ


دهند پوځ پاکستان ته وړاندیز کړی چې دخپلو هاغو وژل شوؤ اوو پوځیانو مړي دهند د ولکې لاندې خاورې نه بیرته یوسي چې په جوکیرن سیمه کې دهند په پوځي څوکیو د برید هڅه کې د ډزو په مهال وژل شوي دي.

خو دپاکستان پوځ دهند دا دعوه رد کړې ده چې ګنې پاکستان پوځیان دکشمیر د ویشونکې پولې یا لائن اف کنټرول څخه ور اوختي اؤ په هندي پوځيانو یې برید کړی.

دهندي پوځ ویاند کرنل راجیش کالیه خبریالانو ته ویلي هغوئ دپاکستان پوځ ته وړاندیز کړی چې سپین بیرغ په لاس باید دلائن اف کنټرول څخه دې غاړې ته راواړي چرته چې دپاکستاني پوځیانو مړي پراته دي خو وایي پاکستان ورته لا تر اوسه څه ځواب نه دی ورکړی.

هند د خالي په شپه دعوه کړې وه چې په کیرن سیمه کې د پاکستان سرحدي ځواکونو د هند خاورې ته د ورننوتلو هڅه کړې وه اؤ په دغه د دواړو خواو ترمینځ شوؤ ډزو کې دپاکستان اووه عسکر وژل شوي دي.

خو دپاکستان دپوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور د هند دا دعوه رد کړې اؤ ورته یې د پروپیګنډې نوم ورکړی دی.

میجر جنرال اصف غفور په ټوئټر لیکلي چې دهند له لوري دپاکستااني پوځیانو دلائن اف کنټرول نه د ور اوښتو، هلته د برید اؤ بیا دپاکستاني پوځیانو د مړو پخپله ولکه کې داخستلو دعوه دروغ ده چې مقصد یې دهند ولکې لاندې کشمیر کې د روانو ظلمونو څخه دخلکو پام ګرځول دي.

پاکستاني چارواکي تور لګوي چې په ۳۰م اؤ ۳۱م جولایي هندي پوځ د پاکستان د ولکې لاندې دکشمیر په نیلم سیمه کې د ټوپو دلارې په خلکو زهرژن ګیس کارولی چې له امله یې دوه کسان مړه شوي اؤ ۱۱ نور ژوبل شوي خو هندي چارواکو دپاکستان دا دعوه رد کړې ده.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان هند سره دسیوا شوي تاؤ تریخوالي‌‌ له امله نن د ملي سلامتۍ دکمیټې غونډه رابللې چې پکې به دپوځ سرلښکر، ددفاع وزیر اؤ نور لوړپوري حکومتي اؤ پوځي چارواکي برخه اخلي.

پاکستاني رسنۍ وایي چې دې لوړ رتبه غونډه کې به هند سره دپیدا شوي تاؤ تریخوالي په اړوند بحث اؤ ځېنې مهمې پرېکړې کولی شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG