لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ايران په يوه مياشت کې دننه درېمه بهرنۍ سمندري بېړۍ نيولې


ايران په خليج فارس کې تېل وړونکې سمندري بېړۍ نيولې ده، دا په درېو اوونيو کې د ايران لخوا د سمندري بېړۍ نيولو درېمه پېښه ده.

اېسوسي اېټډ پرېس ويلي د ايران پاسداران انقلاب ځواک د نيول شوې بېړۍ په اړوند په دولتي رسنیو ويلي په بېړۍ کې تېل قاچاق کېدل.

ویل شوی په سمندري بېړۍ کې اووه لاکه ليټره تېل قاچاق کېدل او د بېړۍ د عملې اووه غړي هم نيول شوي دي.

ايران دا نه دي ویلي چې سمندري بېړۍ د کوم هېواد ده او د نيول شوؤ عملې د غړو تعلق د کوم هېواد سره دی.

په بحرېن کې موجود امريکايي پينځم فليټ ويلي دوي د سمندري بېړۍ د نيولو مالومات نه لري او برتانیې ويلي بېړۍ يې پوره دي او څوک برتانوي نه دی نيول شوی.

د ايران انقلابي ځواک په ۱۸م جولايي د پاناما يوه بېړۍ نيولې او تور يې پرې لګولی چې تېل يې قاچاق کول او د هغې يوه ورځ وروسته يې په هرمز کې د برتانیې بېړه نيولې وه ويل شوي وو ايران دغه کارپه جبرالټر کې د برتانیې لخوا د ايرانۍ بېړۍ د نيولو په غبرګون کې کړی د کومې بېړۍ په اړوند چې ويل کېده شام ته روانه وه.

د راپورونو ترمخه د نړۍ د تېل وړونکو بېړو پينځمه برخه د ابنای هرمز څخه تيريږي.

په سيمه کې دغه کړکېچ وروسته له هغې رامنځته شوی چې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د ايران سره د ۲۰۱۵م د ايټمي لوظنامې نه لاس اخیستی او په ايران يې بندېزونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG