پاکستان د هند دغه پرېکړه غندلې چې د هندي کشمير نيم خپلواکه حيثيت يې ختم کړی دی او د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر ويلي پاکستان به د کشمیريانو سفارتي او سياسي ملاتړ دوامداره ساتي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي ویلي د هند د کشمیر په اړوند د پرېکړې پرضد به پاکستان د ملګرو ملتونو امنیتي شورا او د اسلامي هېوادونو سازمان (او ائي سي) سره رابطه کوي.
قرېشي ویلي د کشمیر په اړوند د هند پرېکړې سره په کشمیر کې د عامو خلکو د وژنې ويرې سېوا شوي دي.
د نوموړي په وېنا د کشمیر په اړوند د هند د پرېکړې سره د نن نه د کشمير مسله نوره پېچلې شوه.
هند نن د ګل، دوشنبې په ورځ د صدارتي امر د لارې د هندي کشمير نيم خپلواکه حیثيت ختم کړی دی د کومې پرېکړې وروسته چې هندي کشمیر اوس يو رياست نه دی پاتې بلکې اوس به په بشپړ دول د هند علاقه ګڼل کیږي.
د هند د دغه پرېکړې وروسته د حالاتو د جاج اخیستو دپاره د پاکستان پوځ قمر جاوېد باجوه سبا د نهې، سه شنبې په ورځ د کور کمانډرانو يوه مهمه غونډه هم رابللې ده.
د دې ترڅنګ ويل شوي د کشمير د فېصلې په اړوند سبا د پارليمان شريکه غونډه هم رابلل شوې ده.
د کشمیر په اړوند هند تازه پرېکړه په داسې حال کې کړې ده چې په وروستيو کې پاکستان او هند دواړو په يو بل د پولې د سرغړونې تورونه لګولي دي.
هند تور لګوي د پاکستان لخوا کشمیر ته تندلاري اوړي خو پاکستان دغه تورونه رد کړي دي.
د پاکستان نه علاوه د هند د ولقې لاندې کشمير پخوانۍ وزیراعلی محبوبه مفتي هم د هند دغه پرېکړه غندلې او ننۍ ورځ يې د جمهوريت دپاره توره ورځ بللې ده.
يو بل پخواني وزيراعلی عمر عبدالله هم ويلي د هند د دغه پرېکړې نتيجې به ډېرې خطرناکې وي.
راپورونه وايي له دې وړاندې هند د خپلې ولقې لاندې کشمير کې ۱۴۴ ماده په ځای کړې په جلسو جلوسونو يې بندېز لګولی او د کشمیريانو مشران محبوبه مفتي، عمر عبدالله او سجاد لون يې نظر بند کړي دي.
رویټرز ویلي چارواکو په سري نګر کې د خلکو په ګرځېدو هم بندېز لګولی او په علاقه کې موبايل، ټيليفون او انټرنېټ بند کړی شوي دي.