لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: د کشمیر په معامله دې پاکستان او هند د زغم نه کار واخلي


ملګرو ملتونو په پاکستان او هند دواړو غږ کړی چې د کشمیر په معامله دې د زغم نه کار واخلي. ملګرو ملتونو د کشمیر په تازه وضعيت اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو د سيکرټري جنرل انتونيو ګېټرس دغه بيان په داسې حال کې ورکړی چې هند د خپلې ولقې لاندې کشمیر ځانګړی حيثيت ختم کړی او د یو صدارتي امر لاندې ترسره شوې پرېکړې وروسته اوس کشمیر يو رياست نه دی پاتې بلکې اوس به په بشپړ دول د هند علاقه ګڼل کیږي.

پاکستان د هند دغه پرېکړه غندلې او ویلي يې دي د هند د کشمیر په اړوند د پرېکړې پرضد به د ملګرو ملتونو امنیتي شورا او د اسلامي هېوادونو سازمان (او ائي سي) سره رابطه کوي.

هند د دغه پرېکړې وروسته د حالاتو د جاج اخیستو دپاره د پاکستان پوځ قمر جاوېد باجوه نن د نهې، سه شنبې په ورځ د کور کمانډرانو يوه مهمه غونډه او د پارلیمان شريکه غونډه هم رابلل شوې ده.

د ملګرو ملتونو ویاند سټيفن ډوجيرک د ګل، دوشنبې په ورځ ویلي نړیواله اداره د هندي کشمير په اړوند د هند په پرېکړه خبر ده او زياته کړې يې ده د ملګرو ملتونو څارونکو خبر ورکړی چې په لاين اف کنټرول پوځي هلې ځلې سېوا کړی شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG