لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ:دکشمیر په معامله به دخپل مسولیت ترسره کولو دپاره تر هر بریده ځو


دهند له لوري دخپل واک لاندې دکشمیر د نیم خپلواکه حیثیت ختمولو په پرېکړه دپاکستان پوځ سخت غبرګون ښودلی اؤ ویلي یې دي چې “مونږ به دخپل مسولیت ترسره کولو دپاره تر هر بریده ځو”

دپاکستان دپوځي جنرالانو یا کورکمانډرانو غونډه د نهې/ شنبې په ورځ دپاکستان دپوځ دسرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه په مشرۍ شوې چې پکې دهند ولکې لاندې کشمیر کې په وروستي وضعیت غور اؤ بحث شوی دی.

د هند حکومت تیره ورځ دهند په ائین کې د کشمیر دځانګړي حیثیت په بابله د ۳۷۰ او ۳۵ ای مادو ختمولو اعلان کړی ؤ له دې امله به اوس د هند د واک لاندې کشمیر ځانګړی ریاست نه بلکې مرکزي سیمه بلل کیږي چې یوه قانون سازه اسمبلي به یې وجود ولري.

دپاکستان پوځ پخپل بیان کې ویلي دکورکمانډرانو غونډه کې دکشمیر په هکله د هند وروستي ګامونه رد کړل شول اؤ دپاکستان دحکومت لخوا په دې اړوند دشوؤ پرېکړو کوټلی ملاتړ وکړل شو.

پوځ وایي کورکمانډرانو وویل پاکستان کله هم په کشمیر دهند واک ته دقانونې بڼې بخښونکې مادې ۳۷۰ یا۳۵ ای نه دي منلي اؤ اوس هند پخپله دا عبث بهانه له مینځه وړې ده.

کانفرنس ته پخپله وینا کې دپاکستان دپوځ سر لښکر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي چې دپاکستان پوځ دکشمیریانو ترشا ولاړ دی اؤ دخپلو مسولیت ترسره کولو دپاره تر هر بریده تګ ته چمتو دی.

بل لوري ته نن دپاکستان دسینیټ اؤ قامي اسمبلۍ ګډه غونډه هم شوې ده چې پکې د هند د واک لاندې دکشمیر د نیم خپلواک حیثیت ختمولو نه راپدیخوا دپاکستان په تګلاره جوړولو کیدونکی بحث د اختلافاتو ښکار شوی دی.

پاکستاني مطبوعات وایي چې د پارلیمان په دغه غونډه داپوزیشن ګوندونو اؤ حکومتي غړو ترمینځ خپلو کې په یو لړ مسلو سخت کړکیچ پیدا شوی چې له امله یې اسپیکر تر څه وخته دغونډې ځنډولو ته اړ شو .

دپارلیمان ګډې غونډې ته دپارلیماني چارو وزیر ښاغلي اعظم سواتي د هند له لوري د لائن اف کنټرول څخه د سرغړونو اؤ د زهرژنو بمونو دکارولو په ضد دبحث دپاره تحریک وړاندې کړو خو حکومت په دغه تحریک کلکې نیوکې وکړې چې ویلې پکې د هند له لوري د ائین د۳۷۰مادې ختمولو معامله نه ده شامل کړل شوې؟

داپوزیشن ګوندونو په غوښتنه په دائین د۳۷۰مې مادې له امله په پیدا شوي وضعیت دبحث کولو دپاره دتحریک منظوري ورکړل شوه خو بیا اپوزیشن ګوندونو احتجاج کولو چې باید وزیراعظم هم په دې غونډه کې ګډون ولري اؤ دغسې تر وروستي وخته دپارلیمان دننه جنجال په جنجال پاتې شوی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG