لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان دولت:ځواکونه مو چمتو دي چې خلک دطالبانو دګواښونو نه خوندي کړي


دافغانستان دولت دطالبانو لخوا د صدارتي ټاکنو دپروسې ګډولو ګواښونه غندلي اؤ ویلي یې دي دافغانستان امنیتي اؤ دفاعي ځواکونه چمتو دي چې خپل خلک دطالبانو له ګواښونو خوندي کړي.

دسه شنبې په ورځ طالبانو پخپله یوه اعلامیه کې ګواښ کړی چې په انتخابي غونډو به بریدونه کوي اؤ په خلکو یې غږ کړی چې دغسې ګډون کې له ګډون ډډه وکړي.

دطالبانو په دغه ګواښ افغان دولت کلک غبرګون ښودلی اؤ‌ پخپله یوه اعلامیه کې یې ویلي د افغانستان دولت د ازادو، رڼو او سرتاسري ټاکنو ترسره کولو لپاره ټولې لازمې تیارۍ نیولي، چې د افغانستان خلک په مستقیم ډول د هیواد لپاره د مشروع زعامت ټاکلو کې ونډه واخلي.

افغان دولت وایي په ټاکنو کې ګډون او د خپلو رایو له لارې د ولسمشر ټاکل د افغانستان د خلکو قانوني حق دی.

دافغان دولت په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو د ادعا برعکس چې همدا اوس په قطر کې د امریکا سره په خبرو بوخت دي،د ټاکنو د بودیجې زیاته برخه د افغانستان دولت بودیجې څخه ورکړل شوې او د دې پروسې بشپړ مدیریت د افغانانو په غاړه دی.

اعلامیه زیاتوي چې د افغانستان د ولسي جرګې غړو د افغانستان دخلکو دمنتخبو استازو په توکه پخپل ټاکلي وخت د ټاکنو د ترسره کېدو ملاتړ کړی دی.

اعلامیه کې دطالبانو د ګواښونو په اړه ویل شوي د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په بشپړ ډول چمتو دي چې د افغانستان خلک له دغه ډول تهدیدونو څخه خوندي کړي او هیڅوک به پرېنږدي چې د دوی د برخلیک ټاکلو کې، د دوی د ګډون مانع شي

دافغان دولت اعلامیه زیاتوي د افغانستان خلکو پخوا هم ثابته کړې چې د افغانستان د دښمنانو تهدیدونه او ګواښونه په ملي او برخلیک ټاکونکو پروسو کې د دوی د ګډون مانع نه شي کېدلای.

افغان دولت زیاته کړې زموږ خلک به دا ځل هم د رایې ورکولو صندوقونو ته لاړ شي او د خپل هیواد راتلونکی زعامت به د خپلې مستقیمې رایې له لارې تعیین کړي، ترڅو د افغانستان د خلکو د ازادۍ دښمنان مختوري شي

په دې اعلامیه کې د افغانستان په امنیتي اؤ دفاعي ځواکونو غږ شوی چې دولسمشرۍ دانتخاباتو پروسه ګډوډیدلو ته پرې نه ږد

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG