لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صالح: طالبان د افغانستان د ځپلو لپاره جوړ شوي


واشنګټڼ: په افغانستان کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د اشرف غني لومړي مرستیال امر الله صالح، انتخاباتو ته د طالبانو د وروستي ګواښ په غبرګون کې ویلي، افغانان به په ډیموکراټیکو لارو واک ترلاسه کوي.

امر الله صالح د طالبانو د ګواښونو په غبرګون کې په چټکۍ سره په خپل ټوېټر باندې لیکلي دي:

"د ترهګرو طالبانو لخوا د ټاکنو د بهیر ګواښول کومه نوې خبره نه ده. طالبان ددې لپاره جوړ شوي او ترې ملاتړ کېږي چې افغانستان وځپي او د مذهب تر نامه لاندې داسې یو زوړ سیستم په افغانستان کې جوړ کړي چې د پاکستاني اسټبلېشمنټ حریصې او خونخوارې بلا ته پرې څه برابر کړي. دوی له جعلي افغانانو پرته بل څه نه دي."

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د طالبانو دې خبرداري ته په غبرګون کې ویلي، افغانان د پوځې لارې نه بلکې د ډیموکراټیکو لارو چارو واک ته رسېدل غواړي.

وسله والو طالبانو له راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو سره د مخالفت په ښودلو له خلکو غوښتي چې په ټاکنیزو غونډو کې ګډون ونه کړي.

دغې ډلې خپلو وسله والو ته په ټاکنیز بهیر باندې د بریدونو امر کړی.

طالبانو تر دې مخکې هم د ټاکنو په بهیر کې د یو شمېر رایه ورکونکو ګوټې پرې کړې وې.

تېره اونۍ د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره ټاکنیز کمپاینونه پيل شول.

طالبان پر داسې مهال دا مخالفت کوي چې د ټاکنیزو کمپاینونو د پیلېدو په لومړۍ ورځ په راتلونکو ټاکنو کې د اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح پر دفتر موټر بم او ډله ییز برید کې شاوخوا ۳۰ تنه ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول، خو پړه یې لا تر اوسه هم کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستی.

د طالبانو ګواښونه او د سولې خبرې:

د ټاکنو د بهیر په وړاندې د طالبانو دغه ګواښونه له یوې خوا او له بلې خوا په دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې وروستي پړاو ته نږدې کېدونکي دي.

داسې ښکاري چې د تړون په بنسټیزو برخو باندې توافق شوی او اوس یې د پلي کېدو په بهیر باندې وروستۍ خبرې روانې دي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین امریکا غږ ته وویل، دوی په خبرو کې پرمختګ کړی خو د هر څه د نهايي کېدو لپاره خبرې دوام لري.

د افغانستان د سولې د خبرو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره تر خبرو وروسته په یو ټویټ کې لیکلي:

"په کابل کې د تېرې اونۍ د ډیر ښه پرمختګ پسې، زه تېرو څو ورځو کې دوحې کې وم او پر پاتې هغو مسایلو مې غور کاوه چې له طالبانو سره یوه شونې معامله بشپړولی شي او د شرایطو په اساس د ځواکونو وتل شونی کولی شي. مونږ ډېر ښه پرمختګ کړی دی."

خلیلزاد تېره ورځ په یو بل ټویټ کې لیکلي چې ډهلي ته روانېږي تر څو له وړاندې نه یو شمېر تنظیم شوې لیدنې وکړي تر څو د افغانستان د سولې د بهیر په ملاتړ نړیواله اجماع نوره هم پیاوړې شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون په څلورو مهمو برخو کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل، په بدل کې یې د افغانستان له خاورې د نورو امنیت نه ګواښول، د کابل د حکومت په ګډون له نورو افغانانو سره خبرې کول او په ټول هېواد کې د اوربند یا ډز بندۍ اعلانېدل دي.

که چېرې دواړه غاړې په دغه تړون باندې موافقه وکړي نو له دې سره به په افغانستان کې د امریکايي پوځ تر ټولو اوږده ۱۸ کلنه جګړه پای ته ورسېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG