لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني:طالبان مذاکراتو کې دامتیازاتو ترلاسه کولو په خاطر په عام ولس بریدونه کوي


دافغانستان ولسمشر اشرف غني کابل کې د شوي ځانمرګي برید په سختو ټکو غندنه کړې اؤ ویلي یې دي طالبان د سولې مذاکراتو کې د امتیازاتوترلاسه کولو په موخه پر ملکي وګړو او عامو ګټو په تاسیساتو تروریستي بریدونه کوي.

دچهارشنبې په سحر د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې په یوه موټري بمي چاودنه کې تر۹۵ کسان ژوبل شوي چې ښځې اؤ ماشومان هم پکې شامل دي.

طالبانو ددې بړید پړه پغاړه اخستې اؤ پخپل یو بیان کې یې دا په دښمن د برید په نوم یاد کړی دی

پخپل یو بیان کې دافغانستان ولسمشر اشرف غني دې برید کې په رامنځته شوې مرګ ژوبله دخفګان څرګندونه کړې اؤ اؤ ویلي یې دي تروریستان باید پوه شي چې د دغه ډول فجایعو او بشري جنایتونو په تکرار سره د سولې په مذاکراتو کې امتیازات نشي ترلاسه کولای، بلکې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري به د هیواد په هر ګوټ کې سخت وځپل شي

تر دې برید یوه ورځ وړاندې طالبانو ګواښ کړی ؤ چې هغوئ به افغانستان کې د صدارتي ټاکنو دکمپائن په غونډو بریدونه کوي اؤ عامو خلکو ته یې دغسې غونډو کې دګډون نه د ډډې کولو ګواښ کړی ؤ.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان په قطر کې امریکا سره دسولې دخبرو په اتم پړاؤ بوخت دي اؤ دعوه یې کړې ده چې په دغو خبرو کې یې زیات پرمختګونه کړي دي.

دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې کله امریکا سره دسولې غوڅ تړون وکړي ترهغې وروسته افغان دولت سره په خبرو اؤ اوربند غور کولی شي.

طالبان پرله پسې افغان دولت سره د مذاکراتو نه انکار کوي خو ولسمشر اشرف غني څو،څو ځل په طالبانو غږ کړی چې سوله په افغانستان کې کیږي نو خبرې هم باید دافغانانو ترمنځ وش

XS
SM
MD
LG