لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا پاکستان ته ویلي دایف ای ټي‌ ایف خړ نوملړ نه دوتلو دپاره باید دناقانونه ډلو په ضد نور ګامونه واخلي


امریکا دپاکستان څخه غوښتنه کړې ده چې باید د فنانشل ایکن ټاسک فورس (ایف ای ټي ایف) د خړ نوملړ نه دځان ویستلو دپاره د ناقانونه ډلو اؤ دهغوئ د مشرانو په ضد نور دقناعت وړ ګامونه هم واخلي ترڅو زیات هیوادونه دغه نوملړ نه دپاکستان د وتلو ملاتړ وکړي .

دپاکستان ډان ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ لیکلي چې یو دولتي چارواکي ورته ویلي دا مهال په اسلام اباد کې هغه امریکایي پلاوی موجود دی چې د امریکا فلوریډا ریاست کې یې د ایف ای ټي‌ ایف دغونډې په مهال د پاکستان له اړخه د اخستل شوؤ ګامونو په بابله خبرې اترې کړي دي.

دې امریکایي پلاوي کې دسویلي ایشیاء دپاره دامریکا دبهرنیو چارو مرستیاله وزیر ایلس ویلز،دامریکا دخزانې استازی اسکاټ ریمبرانډټ اؤ نور چارواکي شامل دي چې دپاکستان د خزانې مشیر ډاکټر عبدالحفیظ شیخ سره یې لیدنه کړې ده.

پاکستان دعوه کوي چې دترهګرو دمالي سرچینو د وچولو اؤ دناقانونه پیسو دلیږد مخنیوي دپاره یې یو شمیر عملي ګامونه اخستي چې پکې په تندروه ډلو د بندیز اؤ دهغوئ دپنګو کنګل کولو ګامونه هم شامل دي.

خو نړیواله اداره وایي چې د ناقانونه پیسو دمخنیوي اؤ دترهګرو دمالي سرچینو وچولو دپاره به پاکستان ته نور ګامونه هم اخستل وي.

په دغه لیدنه کې دپاکستان دخزانې مشیر عبدالحفیظ شیخ امریکایي پلاوي ته دهاغو ګامونو په بابله بشپړ احوال ورکړی چې د ایف ای ټي‌ ایف د خړ لسټ نه د وتلو په خاطر تر دې دمه پاکستان اخستي دي.

دپاکستان دخزانې مشیر ښاغلي شیخ امریکایي پلاوي ته باور ورکړی چې حکومت د ایف ای ټي‌ ایف لخوا پاکستان ته داېښودل شوؤ شرطونو پوره کولو دپاره خپلې هڅې د زړه دخلاصه کوي.

اېف ای ټي اېف پاکستان ته ۲۷ شرطونه اېښودي چې د روان کال ستمبر د مياشتې پورې يې پوره کړي او په دې کې يې ورته په ۱۹ په بشپړ ډول د پوره کولو ويلي خو نړیوالې رسنۍ وایي په لمړي پړاؤ کې پاکستان اېف ای ټي اېف نه دی مطمئن کړی.

دخزانې مشیر د ناقانونه پیسو د لیږد دمخنیوي اؤ د ترهګرو ډلو د مالي سرچینو د چولو دپاره دپاکستان له لوري عملي شوي پلانونه ګټور بللي اؤ ویلي یې دي چې هیواد یې داسې نور کوټلي ګامونه هم اخلي.

ډان ورځپاڼې لیکلي ددغه لیدنې وروسته په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې امریکایي چارواکو دپاکستان لخوا په ورکړل شوؤ معلوماتو تسله ښکاره کړې اؤ ډاډ یې ورکړی چې امریکا به دمعاشي اصلاحاتو په هڅو کې دپاکستان مرستې ته دوام ورکوي .

په نړیواله کچه دناقانونه پېسو په لیږد څار لرونکې ادارې دترهګرو د مالي سرچینو د وچولو اؤ ناقانونه پیسو دلیږد دمخنیوي په خاطر دپاکستان نوم په خړ نوملړ کې وراچولی ؤ.

دجون دمیاشتې په وروستیو کې نړیوالو رسنیو داسې راپورونه ورکړي وؤ چې پاکستان دمالیاتي ټاسک فورس(ایف ای ټي‌ ایف)تور نوملړ ته دلوئېدو نه دځان ژغورلو دپاره د درېوؤ هیوادونو چین ،ترکي اؤ ملائشیا په ملاتړ ترلاسه کولو کې بریالی شوی خو ویل کیږي بیا یې هم دغه نوملړ کې د ورګډیدلو ګواښونه په سر ولاړ دي.

راپورونه وایي چې د ایف ای ټي ایف په خړفهرست کې د موجودګۍ په وجه پاکستان هر کال لس بیلینه تاوان کوي.

څو ورځې وړاندې د ایف ای ټي ایف په غونډه کې دهند لخوا دپاکستان تورنوملړ ته د ورګډولو قرارداد چین ،ترکي اؤ ملائشیا ایسار کړی ؤ.

د ۳۶ؤ هیوادونو څخه دراجوړ ایف ای ټي ایف د اصولو له مخې دکوم هیواد دنوم تورلسټ ته د اچولو دپاره اړینه وي چې دغه هیواد دې د درېوؤ هیوادونو ملاتړ په لاس کې ولري

پاکستان دا مهال د ترهګرو د مالي مرستو او غېر قانوني پېسو لېږلو په تړاؤ د اېف ای ټي اېف په خړ لسټ کې دی او که د اېف ای ټي اېف په شرطونو پوره نه خيژي نو په تور فهرست کې به واچول شي او ویل کيږي د هغې وروسته به د بندېزونو سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG