لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند په پاکستان غږ کړی د سفير بيرته لېږلو فېصلې ته دې بيا کتنه وکړي


هند د پاکستان لخوا د دغه هېواد د هايي کمشنر(سفير) بيرته لېږلو او اړیکو کمولو پرېکړې ته يو اړخيزه ويلي او په پاکستان يې غږ کړی دغه پرېکړې ته دې بيا کتنه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي د هېواد د ملي امنيت په غونډه کې پرېکړه شوې او د هند حکومت ته ويل شوي چې د پاکستان نه خپل هايي کمشنر بيرته بوځي.

پاکستان دغه پرېکړه له هغې وروسته کړې چې د هندوستان حکومت د خپل انتظام لاندې کشمیر خصوصي آئیني حېثیت ختم کړی. د خصوصي حېثیت د لاندې د هندوستان د انتظام د لاندې کشمیر ته په یو شمېر معاملاتو کې خپلواکي ترلاسه وه.

د هندد بهرنیو چارو وزارت نن د زیارت، پنجشنبې په ورځ د هند په اړوند د پاکستان په پرېکړه د افسوس څرګندونه کړې او ويلي یې د سفارتي اړیکو کمول يو اړخيزه پرېکړه ده.

هند ويلي د پاکستان دغه ډول ګامونه د نړۍ په وړاندې د دواړو هېوادونو اړیکې خطرناکې ښايي او پاکستان چې د هند په اړوند کومې خبرې وړاندې کړي هغه د ځمکني حقيقت سره سمې نه دي.

د کشمیر په اړوند د خپلې پرېکړې په دفاع کې هند ويلي د ائین د ۳۷۰ مادې په اړوند ګام پورته کول د هند کورنۍ معامله ده او د جمو و کشمیر مسله د سيمې دپاره خطرناکه وړاندې کول به کله هم کامياب نه شي.

پاکستان ويلي د کشمير په اړوند د هند د حکومت د پرېکړې خبره به په ملګرو ملتونو او امنيتي شورا کې راپورته کوي او زياته کړې يې ده پاکستان به د خپلې ازادۍ ورځ ۱۴م اګست د کشمیريانو سره نمانځي او د هند د ازادۍ ورځ ۱۵م اګست به د تورې ورځې په توګه نمانځي.

پرون د شورو، چارشنبې په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د پاکستان د نيشنل سيکيورټۍ کمېټۍ يا د ملي امنيت غونډه شوې چې پکې لوړ پوړو حکومتي او پوځي مشران ګډون کړی او دغه پرېکړې پکې شوې وې.

د غونډې وروسته، د عمران خان د دفتر څخه په جاري شوي بیان کې ويل شوي چې پاکستان به هندوستان سره د سفارتي تعلقاتو کچه ټیټه کړي، دوه اړخیزه تجارت به ورسره وځنډوي، او د دواړو هېوادونو ترمنځ نورو انتظاماتو ته به بیا کتنه کوي.

د وزیراعظم د دفتر په بیان کې زياته کړی شوې وه چې په خارجي هېوادونو کې د پاکستان سفارتخانو ته وېل شوي دي چې د هندوستان "بې رحمه نسل پرست رژیم (حکومت) منصوبې او د انساني حقونو سرغړونې په ډاګه کړي."

د بيان ترمخه وزیراعظم پوځ ته د بیدار اوسېدو امر کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG