لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان هند ته:مسلمانان یو د ویرې ټکی مو په لغت کې نشته


پاکستان هند ته په ډاګه کړې چې که هر څه کوي خو تر هغې وړاندې باید ۲۷مه فروري دپامه ونه باسي، دا هغه ورځ وه چې پاکستان پکې دهند الوتکه راغورځولې اؤ هندي پائیلوټ ابي نندن یې نیولی ؤ.

د زیارت په ورځ مطبوعاتو ته د اوونیز احوال ورکولو په وخت دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل ویلي وزیراعظم عمران خان د هند د غیرقانوني ګامونو په ضد د هرې لارې د خپلولو امر کړی اؤ هند ته وایو چې باید له هر ګامه وړاندې سوچ وکړي.

د ډاکټر فیصل په وینا “مونږ مسلمانان یو ،له هیڅ یو شي نه ویریږو ، دویرې ټکی زمونږ لغت کې نشته خو هند چې څه هم کوي باید ۲۷مه فروري په یاده وساتي”

هند اوړمه ورځ دخپل واک لاندې دکشمیر نیم خپلواکه حیثیت دیو صدارتي امر په اساس ختم کړی چې له دې امله پاکستان هند سره دخپلو سفارتي اړیکو د محدودؤلو اؤ دتجارتي اړیکو د ځنډولو پرېکړه کړې ده.

خو هند وایي دکشمیر نیم خپلواکه حیثیت ختمول دهغوئ کورنۍ معامله ده اؤ په پاکستان یې غږ کړی دی چې دسفارتي اړیکو دمحدودؤلو پرېکړې ته بیا کتنه وکړي.

خارجه ویاند ټور ولګولو چې کشمیر کې بدترینه انساني المیه پېدا کړل شوی اؤ دهند د ولکي لاندې کشمیر د نړۍ په ټولو ستر زندان بدل کړل شوی دی.

هغه وویل دکشمیر ستونزه ملګرو ملتونو په قراردادونو کې شتون لري ا‌ؤ دا باید دملګرو ملتونو دقراردادونو په اساس هواره کړل شي.

خو بل لوري ته دهند دبهرنیو چارو وزارت د زیارت په ورځ خپل یو بیان کې د کشمیر په اړوند د خپلې پرېکړې په دفاع کې ويلي چې د ائین د ۳۵۰ مادې په اړوند ګام پورته کول د هند کورنۍ معامله ده او د جمو و کشمیر مسله د سيمې دپاره خطرناکه وړاندې کول به کله هم کامياب نه شي.

دکشمیر په ستونزه تر دې وړاندې هم دپاکستان اؤ هند ترمینځ درې سترې جګړې شوي‌ اؤ په اوسنیو وختونو کې یو ځل بیا د دواړو هیوادونو اړیکې سختې تاؤژنې شوي دي.

دوه ورځې وړاندې دپاکستان وزیراعظم عمران خان پارلیمان ته پخپله وینا کې ویلي وؤ د دوؤ ایټمي قوتونو ترمنځ داشخړه دټولې نړۍ دپاره فکرمندي پیدا کولی شي.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه هم د کور کمانډرانو کانفرنس ته خپله وینا کې ویلي وؤ چې پوځ دکشمیر په ستونزه دخپل مسولیت پوره کولو دپاره تر هر بریده تللی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG