لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ابراج ګروپ جوړؤنکي پاکستاني عارف نقوي ته د متحده عرب اماراتو عدالت د درېو کالو بند سزا اورولې


د متحده عرب اماراتو يو عدالت د ابراج ګروپ جوړؤنکي پاکستاني عارف نقوي ته د درېو کالو بند سزا اورولې ده، دغه سزا د ائير عربيه په مقدمه کې اورول شوې ده.

د بلومبرګ خبري ادارې ترمخه عارف نقوي ته دغه سزا د هغه په غېر موجودګۍ کې اورول شوې ده او عدالت هغه ته دا تازه سزا له هغې يوه اوونۍ وروسته اورولې چې د دوبۍ د مالي چارو د څارنې مرکز په نقوي باندې د پانګه والو سره د ټګۍ او د هغو د پېسو په ناجایزه توګه د کارولو په تور د ۳۱۵ ملينه ډالرو جرمانه لګولې وه.

د روان کال اپرېل په مياشت کې د لندن يو عدالت د امريکايي تورونو سره مخ پاکستاني عارف نقوي ضمانت رد کړی او ويلي يې ؤ ښايي هغه به پاکستان ته وتښتي.

په نقوي باندې د امریکا د درغلیو او ټګۍ تورونه دي او په لندن کې پرې مقدمه روانه ده، هغه په دغه مقدمه کې د مې په میاشت کې په غټ قيمت ضمانت ترلاسه کړی خو د مقدمې د شرط لاندې هغه اوس هم د اورېدنې دپاره په لندن کې دی.

د نقوي وکيل ويلي هغه کوم غلط کار نه دی کړی او بې ګناه به ثابت شي.

د اپرېل په مياشت کې سرکاري وکيل د لندن وېسټمنسټر عدالت ته ويلي ؤ چې کله هغه په دغه مياشت کې د لندن په هېترو هوايي اډوه ونيول شو د پاکستان د صدر عارف علوي نمبر ورسره ترلاسه شوی ؤ.

عارف علوي د پاکستان تحريک انصاف ګوند سره تعلق لري.

د خبري ادارې ترمخه نه خو د نقوي وکیل او نه د ايئر عربيه وکيل چې د هغه پرضد يې خواست کړی د تازه فېصلې په اړوند يې څه ویلي دي.

د بلومبرګ ترمخه ابراج ګروپ د فرورۍ په مياشت کې د ايئر عربيه نه ۳۳۶ ملينه ډالره قرض اخيستی ؤ او دغه پېسې يې د ګروپ د تاوان کمولو دپاره کارولې او د پانګه والو سره يې ټګي کړې وه.

نقوي له دې وړاندې هم په شارجه کې د جعلي چيکونو په يوه مقدمه کې د درېو کالو سزا سره مخ شوی خو په سمدستي توګه د بل فريق سره د جوړ جاړی په ترڅ کې دغه مقدمه بيا ختمه کړی شوې وه.

عارف نقوي د کراچۍ سره تعلق لري او د راپورونو ترمخه هغه په کال ۲۰۰۲ کې ابراج ګروپ جوړ کړی او دوه کاله وړاندې يې پانګونې د ۱۷ اربه ډالرو نه نزدې څلور اربو ډالرو ته راټيټې شوې وې.

ويل کيږي نقوي د ابراج ګروپ څخه پېسې په غېرقانونه توګه خپل شخصي اکاؤنټ ته اړولې وې. او هاغه پانګه وال چې پکې نړيواله اداره او بل اېنډملېنډا ګېټس فاونډېشن څوک چې په پاکستان کې د تعليم او صحت په برخه کې کار کوي په دغه کار نه ؤ خبر کړی شوي.

د ابراج ګروپ مشر عارف نقوي د کراچۍ د بجلۍ په محکمه کې هم حصه دار دی.

XS
SM
MD
LG