لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ:که هند دتیري هڅه وکړه ځواب به یې د۲۷مې فرورۍ نه سخت ورکړل کیږي


دپاکستان دپوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور هند ته خبرداری ورکړی چې که د هر رقم تیري هڅه یې وکړه نو ځواب به یې د ۲۷مې فرورۍ نه سخت ورکول کیږي .

دهندي پوځ د لوړ پوړي چارواکي جنرال کنول جین سنګهـ دکشمیر په اړوند په څرګندونو خپل غبرګون کې په ټوئټر دپاکستاني پوځ ویاند لیکلي “دهند یو بل دروغ په ډاګه شول، د کشمیر دتاؤژن وضعیت اؤ په کشیمریانو دکیدونکو ظلمونو څخه دنړۍ دپام ګرځولو هندي هڅه ناکامه شوې ده”

جنرال غفور هند ته د۲۷مې فرورۍ ورځ هم وریاده کړې ده ، دا د روان کال هغه ورځ وه چې پاکستان پکې د هند یوه الوتکه رانسکوره کړې اؤ هندي پائیلوټ یې ژوندی نیولی ؤ.

دهند دچنار کور پوځی مشر یا کورکمانډر لیفټیننټ جنرل کنول جیت سنګهـ تیره ورځ ویلي وؤ، هند به دجمو وکشمیر دامن خرابوونکي هر تن “خیال “ ساتي

هغه دپاکستان په پوځ دهند د ولکې لاندې کشمیر کې د امن د وضعې خرابولو تورونه هم لګولي وؤ.

میجر جنرال اصف غفور ویلي د جمو وکشمیر وضعیت د رسنیو له سترګو پټ ساتل شوی خو ددې په پرتله دپاکستان د ولکې لاندې کشمیر (چې پاکستان یې په ازاد کشمیر بولي) دهند اؤ پاکستان دپاره د ملګرو ملتونو د پوځي څېړونکو پرمخ خلاص پروت دی.

هغه د هندي پوځي مشر نه پوښتنه کړې چې “ایا تاسو داسې کولی شئ؟”

تر دې وړاندې پخپله یوه مرکه کې لیفټیننټ جنرل کنول جیت سنګهـ تور لګولی ؤ چې “دپاکستان پوځ اؤ پاکستان مدام دکشمیر دامن په ګډوډولو کې ککړ پاتې شوي دي اؤ زه دا ګڼم چې هغوئ بیا هم داسې کولی شي”

دغه لوړپوړي هندي پوځي چارواکي زیاته کړې وه “په دې وروستیو کې هم دپاکستان له لوري داسې بیانونه مخې ته راغلي چې هغوئ پګې جمو وکشمیر کې د ځانګړو پېښو ګواښونه کړي خو مونږ به د هغوئ خیال ساتو، پریږدئ چې هغوئ راشي اؤ جمو وکشمیر کې د امن وضعیت خراب کړي”

دپاکستان د پوځ ویاند ویلي د لسیزو راهسې په زرګونو هندي عسکر د کشمیریانو د مبارزې په چقولو کې بریالي شوي نه دي اؤ د هند اوسني ګامونه به هم نه کامیابیږي.

دهند له لوري دخپل واک لاندې دکشمیر دنیم خپلواکه حیثیت په ختمولو دپاکستان اؤ هند اړېکې سختې تاؤژنې شوي اؤ دپاکستان وزیراعظم عمران خان درې ورځې وړاندې قامي‌اسمبلۍ ته خپله وینا کې د کشمیر په شخړه د هند اؤ پاکستان تر مینځ د ایټمي جنګ پیل کیدلو اندېښنه هم ښودلې ده.

خو دهند وزیراعظم تیره ورځ قام ته پخپله وینا کې په پاکستان تور لګولی ؤ چې د هند د ائین ۳۷۰مه ماده یې کشمیر کې دخلکو د راپارولو دپاره د یوې وسلې په توګه کاروله

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG