لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر غني د سولې د تړون حتمي متن نه دی ترلاسه کړی


د افغانستان د ولسمشر اشرف غني دفتر وايي د امریکا اؤ طالبانو ترمینځ د سولې د تړون حتمي متن (مسوده) په تیره یوه یا دواو ورځو کې نه دی ترلاسه کړی.

د ولسمشر دفتر البته وي او ای ته دا منلي چې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تیر ځل په کابل کې د سفر په وخت د ولسمشر سره د طالبانو سره د تړون متن شریک کړی وو او وايي افغان حکومت او ښاغلی خلیلزاد د سولې د تړون په تفصیل کار کوي. خو د امریکا او طالبانو تر منځ د تړون حتمي متن د ولسمشر دفتر ته نه دی ورکړل شوی.

د جمعې په ورځ امریکا غږ اشنا یوې دولتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط پخلی کړی چې دسولې دتړون متن څو ورځې وړاندې سپارل شوی خو دغه سرچینې نه ده په ډاګه کړې چې سوله د کومو نکاتو په اساس کیږي؟

سرچینې ویلي د تړون په متن کې طالبانو دپاره په واوینو یا کامو کې د “امارت” نوم هم کارول شوی چې افغان دولت له دغه نامې سره اختلاف لري.

تر دې وړاندې په قطر کې دطالبانو اؤ امریکا ترمینځ دسولې دمذاکراتو څخه باخبره سرچینو دعوې کړي چې دطالبانو اؤ امریکا ترمینځ دسولې تړون په دې خبره کیږي چې امریکا به افغانستان څخه دټولو بهرنیو ځواکونو د ویستلو مهال ویش اعلانوي.

دبهرنیو ځواکونو د ویستلو دمهال ویش بدل کې به طالبان القاعده اؤ نورو ترهګرو ډلو سره دخپلو اړیکو دبرېکون ترڅنګ افغانستان کې اوربند اؤ افغان دولت سره دنیغ په نیغه مذاکراتو اعلان کوي.

خو روانه اوونۍ د افغان سولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد ویلي پخپل یو ټوئت کې ویلي وؤ‌ چې امریکا طالبانو سره د سولې دیو تړون په هڅه کې ده نه چې د بهرنیو ځواکونو د ویستلو دتړون لاره ګوري.

دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیا رسنیو ته ویلي چې امریکا سره یې ۸۰ فیصده خبرې راټولې کړي اؤ‌ یوازې په دوؤ نکتو جنجال پاتې دی چې هیله ده هغه به هم زر حل شي.

خو د زیارت په ورځ بیا د طالبانو مشر شیخ هیبت الله اخندزاده داختر په مناسبت پخپل یو پیغام کې دسولې دپاره دامریکا په ارادو دشک څرګندونه کړې وه او ویلي یې وؤ دسولې د خبرو جریان کې دامریکا لخوا هوایي بریدونوسیوا شوي اؤ ددې ترڅنګ یې چارواکي ضد اؤ نقیص څرګندونې کوي اؤ دا هر څه د سولې په اړوند د امریکا په اراده شکونه پیدا کوي.

هغه ویلي وؤ طالبان د سولې خبرو کې سنجیده دي اؤ ددې مقصد دپاره یې خپله یوه مذاکراتي ډله هم جوړه کړې ده خو امریکا هم باید دستونزې دهواري دپاره په ریښتونې توګه د سولې پروسه په وړاندې بوځي.

دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ دسولې دتړون داخبرې په داسې حال کې تودې شوي چې په افغانستان کې ورسره دبدامنیو لړۍ هم دوامداره ده اؤ دوه ورځې وړاندې په کابل کې طالبانو یو ځانمرګي برید کړی ؤ چې پکې ۱۴ کسان وژل شوي اؤ ۱۴۵ نور ژوبل شوي وؤ.

ددې ترڅنګ په بیلابیلو ولایتونو کې په امنیتي ځواکونو اؤ دولتي تاسیساتو بریدونو کې هم چټکتیا راغلې اؤ افغان ولسمشر اشرف وایي دا هرڅه طالبان ددې دپاره کوي ترڅو د سولې خبرو کې امتیازات ترلاسه کړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG