لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هند ويلي پاکستان دې د کشمير د پرېکړې حقيقت ومني خلک دې نه بې لارې کوي


هند ويلي وخت راغلی چې د کشمير په اړوند پاکستان حقيقت ومني او خلک بې لارې نه کړي او تور يې لګولی چې په جمو وکشميرکې د هندي ګامونو له امله پاکستان په ویره کې دی او دغه هېواد خبر دی چې په سيمه کې د پرمختګ وروسته بيا خلک نه شي بې لارې کولی.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت وياند رويش کمار د جمعې په ورځ ويلي هند د جمو و کشمیر په اړوند ګامونه د دې سيمې د ګټې دپاره پورته کړي دي.

هغه په پاکستان تور لګولی چې وخت راغلی پاکستان حقيقت ومني او د نورو ملکونو په خپلمنځي معاملاتو کې لاس وهنه بنده کړي.

هغه د پاکستان لخوا د سمجوته اېکسپرېس اور ګاډي ته يو اړخیزه او بدمرغه پرېکړې ويلې ده.

هند د ګل، دوشنبې په ورځ د خپل واک لاندې کشمیر نیم خپلواکه حیثیت د یو صدارتي امر په اساس ختم کړی، پاکستان د هند دغه ګام غندلی او هند سره د خپلو سفارتي اړیکو د محدودؤلو او د تجارتي اړیکو د ځنډولو پرېکړه يې کړې ده.

پاکستان ويلي د کشمير د خصوصي حيثيت ختمولو پرېکړه به په ملګرو ملتونو او امنيتي شورا کې راپورته کوي.

امریکا او ملګرو ملتونو په پاکستان او هند غږ کړی چې د کشمير په اړوند د زغم نه کار واخلي.

امریکا ويلي غواړي چې پاکستان او هند د کشمیر په سر مخامخ خبرې وکړي.

پاکستان وايي د نورو هېوادونو سره يې هم د کشمير د خصوصي حيثيت د هند د دې ګام په تړاو رابطې پېل کړي دي.

XS
SM
MD
LG