لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

منظور پشتين وايي د غورځنګ مبارزې ته مو ارادې او حوصلې نورې لوړې دي


منظور پشتين

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين ويلي دوي د خپلې مبارزې څخه نه دي په شا شوي ځورولو او د ملګرو د غړيو بندیوان کولو يې ارادې او حوصلې نورې لوړې کړي دي، هغه ويلي غوښتنې يې نه دي منل شوي.

د پاکستان پوځ وايي د پي ټي اېم په ډېرو غوښتنو کار شوی او منل شوي دي، پوځ په پي ټي اېم د بهرنيو هېوادونو څخه د پېسو اخیستو تورونه هم لګولي وو، خو منظور پشتین وايي دوي د دغو تورونو ثابتولو دپاره د کمېشن جوړولو غوښتنه کړې وه خو په هغې عمل نه کيږي.​

نوموړي د فېس بک د لارې په خبرو کې د پي ټي اېم غوښتنې تکرار کړي چې د عدالت نه لرې وژنې هغه که په بمبارۍ يا په بله کومه پېښه کې يا نامالومو کسانو وژلي د هغو پېښو پلټنې دې وشي او په دغو پېښو کې ککړ لاسونه دې مالوم کړی شي.

هغه وويل دوي د بې درکه کسانو مالومولو غوښتنه کوي چې ګناهګارو ته دې سزا ورکړی شي او بې ګناه خلک دې عدالتونو ته وړاندې شي او خوشي دې کړی شي، هغه وويل په ځمکو کې د ښخو ماينونو پاکولو غوښتنه کوي ځکه چې اوس هم لا د ماينونو چاؤدنې کيږي.

هغه وويل د دوي په کورونو، ځمکو او نورو ځايونو قبضې شوي هغه قبضې دې پرېښودی شي، او د ورانو شوو ودانيو تاوان دې وکړی شي.

هغه زیاته کړه دوي شپږمه غوښتنه لري چې څومره خلک وژل شوي د هر چا د لاسه چې وژل شوي د هغو مالومات دې شريک کړی شي او ورسره دې دا خبره يقيني کړی شي چې نوره به دا خاور د بل چا دپاره نه کارول کيږي.

منظور پشتين وويل علي وزير او محسن داوړ بې د کومې ګناه په وچ زور بنديوان کړی شوي دي.

د شمالي او جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ په منتخب غړيو علي وزير او محسن داوړ باندې په ۲۶م مې د خړکمر په چيک پوسته بريد او په اووم جون د پوځ په ګاډي د چاؤدنې په تورنو مقدمو کې کې بنديوان دي او د ترهګرۍ مقدمې پرې جوړې کړی شوي دي.

پشتين ويلي د افغانستان په اولس چې څه هم بده ورځ وي د دوي زړونه پرې دردېدلي او د دوي تر خپله وسه ټولې همدردۍ د هغوي سره دي، هغه ويلي چې په افغانستان کې سوله راشي دا به د ډول افغان ملت په ګټه وي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د کشمیر په اړوند ويلي کشمیر د کشميريانو دی او په دغه خاوره چې څومره ظلم کيږي دوي يې مخالفت کوي.

هغه ويلي نور وس نه لري ځکه چې خپل کورونه، کاروبارونه او هر څه يې تباه شوي دي.

پشتین وايي د هر چا سره خبرو ته تيار دي خو اول دې د پي ټي اېم بنديوان غړي خوشي شي.

XS
SM
MD
LG