لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان ،سعودي اؤ دنړۍ یو شمیر هیوادونو کې مسلمانان نن غټ اختر نمانځي


په افغانستان،سعودي عرب .خلیجي هیوادونو، امریکه اؤ اروپا کې نن یکشنبه مسلمانان دغټ اختر وړومبۍ ورځ نمانځي اؤ دسنت ابراهیمي تازه کولو دپاره دڅارویو قربانۍ کوي.

په پاکستان کې به دغټ اختر وړومبۍ ورځ سبا دوشنبه وي خو دخیبر پښتونخوا صوبې په ځېنو قبائیلي ضلعو کې خلکو د سعودي عرب داعلان په اساس اختر نمانځلی اؤ قربانۍ یې کړي دي.

ددغه هیواد په بیلابیلو برخو کې میشت افغان کډوالو هم دافغانستان دحکومت داعلان سره سم نن یکشنبه اختر نمانځلی دی.

دنړۍ په بیلابیلو برخو کې میشت افغان وګرو د لویې اختر دنمونځ په مهال افغانستان کې دسولې اؤ امن دپاره ځانګړې دعاګانې کړي دي .

سرچینې وایي افغانستان کې داختر دنمونځ په مهال دټول کابل ښار ترڅنګ د سترو جوماتونو بهر کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وؤ،

په افغانستان کې داځل د غټ اختر خوشحالۍ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې په دغه هیواد کې دسولې خبرې تودې شوي دي اؤ دسولې دغو هیلو دافغانانو خوشحالۍ یو په دوه کړي دي.

هرڅو که وسله والو طالبانو اؤ حکومت په دې اختر د اوربند اعلان نه دی کړی خو دطالبانو مشر ملا هېبت الله اخندزاده داختر نه وړاندې پخپل یو پیغام کې پخپلو وسله والو غږ کړی ؤ چې عامو خلکو ته د زیانونو رسولو څخه ډډه وکړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG