لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني:داسې سوله غواړو چې دهر افغان عزت پکې خوندي وي


Ashraf Ghani

دافغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي سوله اؤ اوربند دافغانانو اساسي اړتیاوې وي دي اؤ اوس افغانستان ته سوله راتلونکې ده.

خو هغه وایي "هغه سوله غواړو چې پکې دهر افغان عزت وي ،داسې سوله نه غواړو چې پکې زمونږ خلک بې وطنه شي"

دیکشنبې په ورځ دافغانستان په صدارتي ماڼۍ کې د لویې اختر له لمونځ ادا کولو وروسته پخپله وینا کې ولسمشر اشرف غني ویلي افغانان نور پخپله خاوره جنګونه نه غواړي، دوئ دخوښۍ اخترونو ته لیواله دي اؤ سوله د هر افغان د زړه ارزو ده.

ښاغلي غني زیاته کړه دکوچني اختر په مهال اوربند ټولې دنیا ولیدو چې افغانان ورته خوشحاله وؤ اؤ هرچا ویل مونږ جنګ نه غواړو، نو داچې افغانان جنګ نه غواړي،داجګړه بیا افغانان نه کوي.

اشرف غني وویل دسولې روانې هڅې به دکامیابۍ سره مخ کیږي اؤ افغانان به پخپله خاوره امن اؤ سوله ویني خو دا سوله به دهر افغان وي د قوم یا اړخ سوله به نه وي.

ولسمشر ویل دهغه واک د ولس په لاسونو کې دی ، لویې جرګې چې ورته دسولې دپاره کومه تګلاره ورکړې وه حکومت یې هم په هغې عمل کړی اؤ نن دسولې دپاره اجماع برابر شوې ده.

هغه پخپلو خبرو کې افغان سولې دپاره دافغانانو ترمینځ په خبرو اترو ټینګار وکړو اؤ وئ ویل مسله په جګړه نه هواریږي ، که غواړو چې سوله راولو بیا به مونږ ته خپلو کې کښېناستل اؤ جنجالونه په خبرو هوارول وي.

د ولسمشرۍ د راتلونکو ټولټاکنو په اړوند ښاغلي اشرف غني وویل دا د هر افغان اساسي حق دی چې دخپل هیواد د ائنده ټاکلو دپاره خپله رایې وکاروي اؤ دا حق هیڅوک له افغانانو نه شي اخستی

ولسمشر اشرف غني تر دې وړاندې هم څو کرته طالبانو ته د مزاکراتو وړاندیز کړی خو طالبانو هرځل دغسې وړاندیزونه رد کړي اؤ افغان وولت سره یې له خبرو انکار کړی.

په قطر کې دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ دسولې دخبرو روان اتم پړاؤ کې هم دطالبانو ویاند سهیل شاهین ویلي هغوئ(طالبان) به وړومبی امریکا سره خپلې معاملې هواروي،کله چې امریکا افغانستان څخه دټولو بهرنیو ځواکونو د ویستلو مهال ویش اعلان کړي بیا به افغان دولت اؤ نورو افغان اړخونو سره خبرو ته کښېني.

په قطر کې د سولې د مذاکراتو نه باخبره سرچینې وایي چې طالبان اؤ امریکا دسولې تړون ته نزدې شوي چې ددغه تړون په اساس به طالبان افغانستان کې دالقاعده اؤ نورو ترهګرو ډلو سره دخپلو اړیکو پرېکولو اعلان کوي،افغان دولت سره به مخ په مخ خبرو ته کښېني اؤ اوربند به اعلانوي.

سرچینې وایي چې امریکا به هم افغانستان څخه دخپلو ځواکونو پړاؤ په پړاؤ د ویستلو اعلان کوي خو افغان سولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد واضحه کړې ده چې افغانستان څخه د بهرنیو د ویستلو پرېکړه به شرائطو ته په کتلو سره کیږي

XS
SM
MD
LG