لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اختر له کورونو ته روان ددیر اووه خواریکښ ځوانان سیند ته دګاډي غورځېدو پېښه کې مړه شوي


دمزدورۍ کولو وروسته دګلګت بلتستان سیمې څخه اختر له کورونو ته روان دخیبر پښتونخوا د کوز دیر معیار جندول سیمې سره تړاؤ لرونکي اووه تنکي ځوانان دګاډي په سیند کې پریوتو له امله مړه شوي چې دجندول په سیمه یې داختر نه مخکې دغم ویرونه ګډ کړي دي.

داتوار په ورځ سرچینو وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي دا پېښه دکوهستان ضلعې په پټن جانچل سیمه کې دخالي په ورځ هغه مهال رامینځته شوې چې دغره په یوه تنګه لاره کې دتاؤیدلو په وخت ګاډی لاندې سیند ته پریوتو.

دپېښې دخبر رسیدلو ځاي خلک،پولیس اؤ مرستندویه فعالین سیمې ته ورسیدلي اؤ اؤ دیو ماشوم په شمول یې د اوو کسانو مړي د سیند د اوبو نه راویستلي دي.

دکوز دیر وتلي شاعر اؤ لیکوال ښاغلي درویش روښان دپېښې د جذئیاتو بیانولو په وخت وائس اف امریکه ډيوه ته ویلي په پېښه کې د مړو شوؤ ځوانانو عمرونه د شپاړسو اؤ شلو کالو په عمر دي چې ګللګت بلتستان سیمې ته مزدورۍ له تللي وؤ.

هغه وویل دمړو شوؤ شپږو کسانوتعلق د جندول معیار سیمې سره دی اؤ دګاډي ډرائیور د میا کلي اوسیدونکی ؤ چې هغه هم په دې پېښه کې مړ شوی دی.

د درویش روښان په وینا په پېښه کې مړو شوؤ کسانو غوښتل چې له مزدورۍ وروسته داختر شپه خپل کلي کې خپلو کورونو ته ورسوي، خو په لاره دهغوئ ګاډی یو ژور سیند ته غورځېدلی چې پکې دغه اووه واړه کسان مړه شوي دي.

نوموړي وویل په مړو شوؤ کې د درېوؤ کسانو تعلق دیوې کورنۍ سره دی اؤ نور څلور دهغوئ ګاونډیان وؤ چې د تیرې څه مودې راهسې یې ګلګت بلتستان کې د درزیتوب اؤ نور دخوارۍ مزدورۍ کارونه کول

د ښاغلي روښان په وینا د اووه واړو کسانو مړي له اوبو راویستل شوي اؤ خپل کلي ته رارسول شوي چې نن د اتوار په سحر نهه بجې یې د جندول معیارو د لوبو په میدان کې جنازې ادا شوي دي.

د دغو زلمو په جنازه کې په زرګونو خلکو برخه اخستې اؤ درویش روښان وایي چې په دې غمژنه پېښه نه یوازې په جندول معیار بلکې ټوله دیر سیمه کې دخلکو داختر خوشحالۍ تس نس شوي اؤ هر لوري ته ویرونه ژړاګانې اوریدل کیږي.

هغه په دې غمژنه پېښه کې د مړو شوؤ کسانو نومونه سلطان زیب، معاذ ، حمیر، اصغر ، اختر اؤ عمران یاد کړل .

د تیرو درېوؤ میاشتو په مهال په کوهستان ضلعه کې سیند ته دګاډو د غورځېدو دا دریمه پېښه ده چې ۳۳ کسان پکې مړه شوي دي.

په ۲۳م جون هم په دغه سیمه کې یو جیب سیند ته رغړیدلی ؤ چې څوارلس کسان پکې مړه شوي وؤ اؤ دتیرې میاشتې په ۱۲مه نېټه هم د داسو په مقام سیند ته دګاډي غورځېدو په پېښه کې دیوې کورنۍ ۱۲ کسان مړه شوي وؤ

دخیبر پښتونخوا زیاتره غرییزې سیمې د سړکونو اسانتیاوې نه لري اؤ په غرونو کې په تنګو اؤ کچه لارو خلک په جیپونو اؤ‌ ډاټسنو کې سفرونه کوي چې زیاتره وخت دغه ګاډي له غرونو خوئېږي اؤ مرګ ژوبله پکې رامینځته کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG