لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان:نړۍ به کشمیر کې هغه څه وویني چې هټلر په میونخ کې کړي وؤ


دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي چې دهند د واک لاندې کشمیر کې د نسل ختمونې د لارې د جغرافیایي بدلون هڅه روانه ده اؤ نړۍ به کشمیر کې هغه هرڅه وویني چې هټلر په میونخ کې کړي وؤ

د اتوار په ورځ پخپله ټوئټر پاڼه وزیراعظم عمران خان لیکلي چې دهند د واک لاندې کشمیر(چې پاکستان یې دمقبوضه کشمیر په نوم بولي) کې کرځ بندیز.عملیات اؤ دکشمیریانو عامې وژنې د نازي ګوند له مفکورې داغیزمن ار ایس ایس د نظریې په اساس روان دي چې مقصد یې دنسل ختمونې دلارې دکشمیر دجغرافیې دبدلولو هڅه ده.

وزیراعظم عمران خان لیکلي د ار ایس ایس دنازي ګوند نظریه په کشمیر کې ډب کېدونکې نه ده اؤ دا به د ایساریدو پځائ دهندوستان مسلمانان هم پخپله غیږه کې اخلي اؤ وروستیو کې به دامعامله په پاکستان دبرید تر حده رسیږي.

دهندوستان حکومت تیره اوونۍ دخپل واک لاندې دکشمیر نیم خپلواکه حیثیت ختم کړی چې په دې دپاکستان اؤ هند د وړاندې نه خرابې اړېکې نورې هم تاؤژنې شوي په شپږم اګست دپاکستان وزیراعظم عمران خان دپارلیمان ګډې غونډې پخپله وینا کې اندېښنه ښودلې وه چې دکشمیر په سر دهند اؤ پاکستان ایټمي جګړه پیل کیدلی شي.

عمران خان ویلي وؤ "دغه جنګ به هیڅ څوک نه ګټي. هرڅوک به دغه جنګ وبېلي. دغه جنګ به د ټولې نړۍ دپاره اثرات لري. زه په اېټمي (جنګ) څوک ویرول نه غواړم. د بهترۍ امید سره د بدترین صورتحال دپاره تیار وئ زه ځکه د نړیوالې ټولنې نه د مداخلت غوښتنه کوم چې هندوستان دې د نړیوالو قوانینو ماتوولو نه منعې کړي”

خو دهندوستان وزیراعظم نریندر مودي بیا په نهم اګست قام ته پخپله وینا کې ویلي وؤ پاکستان دهند د ائین ۳۷۰مه ماده د جمو وکشمیر دخلکو دجذباتو راپارؤلو دپاره د یوې وسلې په توګه کاروله اؤ اوس به دغلته دامن بیرته راګرځېدو له امله نړۍ کې دامن په وده کې لاس امداد وشي.

هندي وزیراعظم دریځ لري چې دخپل هیواد د ائین نه د۳۷۰مې مادې په ویستلو سره به اوس جمو وکشمیر چټک پرمختیا وکړي اؤ ددې سیمې خلک به هم د خیر ښېګړې دهاغو پروګرامونو څخه د استفادې کولو وړ شي چې د نورو ریاستونو خلک ترې مستفید دي،

XS
SM
MD
LG