لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان وېکټ ساتونکي، محمد شهزاد قرارداد ځنډول شوی


واشنګټن: د افغانستان کرېکټ بورډ د افغان وېکټ ساتونکي او توپ وهونکي (بېټسمېن)، محمد شهزاد، قرارداد (کانټرکټ) د یوې نا څرګندې نېټې پورې ځنډولی دی.

کرکټ بورډ د دغې پرېکړې دلیل د شهزاد لخوا د کرکټ له قوانینو څخه سرغړونه یاده کړې.

کرکټ بورډ ویلي، هر لوبغاړی چې له هېواد څخه د باندې سفر کوي نو لومړی باید له کرکټ بورډ څخه اجازه ترلاسه کړي خو شهزاد له دغې اجازې پرته په پېښور کې تمرینونه کول.

خبر زیاتوي، محمد شهزاد تر دې مخکې هم د ۲۰۱۹ کال د کرکټ د نړیوال کپ په سیالیو کې یو ډول اخلاقي سرغړونې کړې وې چې له امله یې د کرکټ بورډ لخوا پوښتنو ته غوښتل شوی و.

په دې اړه محمد شهزاد د کرکټ بورډ د نظم او ډسپلین د کمېټې په هغو غونډو کې ګډون نه و کړی کومې چې د تېرې میاشتې په ۲۰ او ۲۵ نېټه جوړې شوې وې.

کرکټ بورډ ویلي، چې له همدې امله به دوی د لوی اختر له رخصتیانو وروسته سره کښيني او په دې اړه به وروستۍ پرېکړه کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې دوی په هېواد کې د افغان لوبغاړو د تمرین لپاره کافي ځایونه لري او دوی اړتیا نه لري چې د تمرین لپاره له هېواد څخه د باندې لاړ شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG