لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د بلوچستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالیتونو ته خنډونه جوړ‎وي، حسېن آغا


د پښتون ژغوررنې غورځنګ (پي ټي اېم) د بلوچستان ایالت مشر وکیل حسېن آغا وايي غورځنګ په صوبه کې په ازاده توګه تنظيمي کار نه شي کولی.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې حسېن آغا وويل د بلوچستان حکومت له لوري د نا اعلانه کاروایۍ له امله د غورځنګ ملګري تنګول کیږي ګرفتارولی شي او تشدد پرې کيږي.

خو نوموړی وايي دوي بيا هم د غورځنګ هلې ځلې دوامداره ساتي.

حسېن آغا وویل چې پي ټي اېم د عدم تشدد په لار روان غورځنګ دی نه په چا تشدد او جبر کوي او نه چاته دغه اجازه ورکوي.

هغه تور ولګوؤ چې د بلوچستان ایالت د حکومت لخوا په پي ټي اېم فشار دی ، خو وایي دا فشار د پروفېسر ابراھیم ارمان لوڼي له وژنې وروسته نور سېوا شوی دی.

نوموړی وایي "زمونږ‎ ملګري تنګول کيږ‎ي، د حکومت لخوا زموږ‎ د ملګرو د کورنیو وغړ‎و او دهغو و مور پلار ته ویل شوي چې خپل زامن ( بچیان) له غورځنګ لیري ساتئ".

ښاغلی وایي "د غورځنګ د مشرانو دا حکم دی چې د حکومت د هر قسم تشدد ځواب به په صبر، برداشت او عدم تشدد او قانوني لارہ ورکوئ".

د حسېن آغا د تورونو په اړوند چې وي او ای ډیوه د بلوچستان ایالتي حکومت ویاند لیاقت شاهواني سره رابطه وکړه نو نوموړي دغو تورونو ته ځواب ونه ويلو.

خو وې ويل چې د دوی حکومت د کشمير د مسلمانانو سره خوا خوږ‎ۍ دپاره د یوې لويې غونډې تابیه نیولې ځکه نه شي کولی چې ځواب ووایي د دوی حکومت د غونډې په تیاریانو کې بوخت دی .

وي او ای اردو څانګې د نوموړي له قوله ویلي چې د دوی حکومت و ټولو سیاسی ګوندونو ته د فعالیت او غونډو اجازه ورکوي او یو څوک ھم له سیاسي فعالیتنو نه راګرزوي.

د اېډوکېټ آغا په وینا پي ټي اېم د پښتنو په سیمو کې لوې لوې غونډې او احتجاجي جلسې کړ‎ې دي، ځکه د حکومت له لوري د غورځنګ د مشرانو او فعالینو پر ضد پرچې ھم درج شوې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنڰ مشر منظور پشتين به خپله وروستۍ وېنا کې ويلي چې پي ټي اېم د خپلې مبارزې څخه نه دی په شا شوی د ځورولو او د ملګرو د غړيو بندیوان کولو يې ارادې او حوصلې نورې لوړې کړي دي او دوي به غورځنګ دوامداره ساتي.

XS
SM
MD
LG