لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د لاهور شاهي قلعه کې برید ګرو د رنجیت سنګهـ مجسمه ړنګه کړې ده


پولیس وایي دکشمیر پسر د هند اؤ پاکستان ترمنځ دپیدا شوي تاؤ تریخوالي په جریان کې دپاکستان دپنجاب ایالت دسر ښار لاهور په شاهي قلعه کې پرته دپنجاب د پخواني واکمن رنجیت سنګهـ مجسمه دوؤ کسانو ماته کړې ده.

د نهې په ورځ دپاکستان ډان ورځپاڼې پخپل یو راپور کې ویلي چې د رنجیت سنګهـ مجسمه دلاهور په شاهي قلعه کې د هغه د قبر ترڅنګ لګول شوې وه خو تیره ورځ دوه کسان دغه قلعه ته ورننوتلي اؤ د رنجیت سنګـه مجسمه یې ماته کړې ده .

ډان ورځپاڼه وایي مجسمې ته زیان رسوونکي دواړه کسان د شاهي قلعې امنیت نیونکو نیولي اؤ پولیسو ته یې سپارلي دي.

د لاهور دپولیسو یو تن مشر یا ایس پي سید غضنفرشاه رسنیو ته ویلي چې برید کوونکو دا مجسمه د مذهبي کرکې په اساس ماته کړې ده.

هغه ویلي دپلټنو په مهال ورته برید کوونکو ویلي چې دهغوئ په تن کې د جنوبي ایشیاء د وتلي جنګي سرلښکر سلطان محمود غزنوي روح موجود دی.

دپولیسو دې مشر ویلي برید کوونکو ورته ويلي چې دهغوئ په مذهب( اسلام) کې دمجسمو جوړول منعې دي اؤ که چرې انتظامیې دا مجسمه لرې نه کړه نو هغوئ بیا هم تیار دي چې دا مجسمه په بشپړ ډول ړنګه کړي.

رنجیت سنګهـ چې په کال ۱۷۸۰ کې زېږیدلی اؤ په ۱۸۳۹ کې مړ شوی ؤ، په پنجاب کې د سکهانو د واکمنۍ بنسټ ګر ؤ اؤ تر څلویښتو کالو یې په سیمه واکمني کړې وه.

هغه دخپلې واکمنۍ په مهال دپېښور په ګډون په ګڼو مهمو سیمو قبضه کړې وه اؤ د هغه په سکهـ سلطنت کې موجوده خیبر پښتونخوا اؤ دسندهـ ایالت ځېنې سیمې هم شاملې وي.

هغه فقط د نولسو کالو ؤ چې په کال ۱۷۹۹ کې یې د خپل لښکر په مرسته په لاهور قبضه کړې وه .

تاریخ لیکي چې درې کاله وروسته په کال ۱۸۰۲ کې هغه په امرتسر قبضه کړې وه اؤ بیا یې تر اټک ، ملتان، کشمیر، هزارې ،بنو ،ډیره اسماعیل خان، ډیره غازي خان اؤ پېښور پورې دخپل سلطنت د واکمنۍ لمنه غځولې وه.

خو اوس په لاهور کې دهغه یادګاري مجسمه په داسې کې برید ګړو نړولې چې تیره اوونۍ دهند له لوري دخپل واک لاندې دکشمیر نیم خپلواکه حیثیت ختم کړل شوی اؤ‌ په پاکستان کې حکومتي اؤ ولسي جذبات دهند ددې اقدام په ضد راپاریدلي دي

XS
SM
MD
LG