لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې په پاکستان د سیمه ييزه سولې او ثبات د هڅو سېوا کولو غږ کړی


د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي چې په تېرو کلونو کې امریکا او پاکستان په ګډه کله کوم کار کړی دی د هغې نه امریکې او پاکستان ډېر څه ترلاسه کړي دي.

امريکې د پاکستان د ازادۍ په ورځ د پاکستان اولس ته د دغه ورځې په مناسبت اومبارکي ويلې ده.

مايک پمپيو ويلي په راتلونکو کلونو کې به هم هغه ارادې عملي کوي کومې چې د وزیر اعظم عمران خان او د پاکستان د نوور لوړ پوړو مشرانو د سفر په مهال شوي دي.

هغه ويلي دوي سيمه ييزې سولې او ثبات ته د ودې ورکولو دپاره اړينې هڅې نورې سېوا کوي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې پاکستان نن په ۱۴م د خپلې ازادۍ ورځ نمانځي خو د ګاونډي هند سره يې د کشمير په سر اړيکې ترينګلي دي.

د دې ترڅنګ د امريکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې خبرې هم روانې دي.

د امریکې او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په اړوند مايک پمپيو ويلي دوي هيله لري چې په دې برخه کې هم د ودې ډېر امکانات موجود دي د کوم څه نه چې د دواړو هېوادونو خوشحالۍ سېوا کېدی شي.

هغه ويلي د دغسې کېدو سره به د دواړو هېوادونو د اولس اړيکې نورې پياوړې شي.

XS
SM
MD
LG