لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عارف علوي: د کشمیريانو سره اوږه په اوږه ولاړ يو، پاکستان د ازادۍ ورځ د کشميريانو سره نمانځي


د پاکستان صدر عارف علوي وايي د کشميريانو سره اوږه په اوږه ولاړ یو. نوموړي د پاکستان د ۷۳م ازادۍ د ورځې په مناسبت په اسلام اباد کې راجوړې غونډې ته په وېنا کې د هند لخوا د کشمير په اړوند پورته کړی شوؤ ګامونو باندې خبرې کړي دي.

په کنونشن سنټر اسلام اباد کې غونډې ته په وېنا کې عارف علوي وويل تر هغې به د کشميريانو سره ولاړ وي څو پورې چې دوي ته د خپلواکۍ حق نه وي ورکړی شوی.

د هند لخوا د کشمير د خصوصي حيثيت ختمولو په اړوند عارف علوي وويل دا د هند غېر قانوني او يو اړخيزه اقدام دی او د پاکستان پارلیمان دغه ګام غندلی او پاکستان د هند دغه ګام نه مني.

هغه وويل هند د کشمير لانجمنه حيثيت نه شي بدلولی او پاکستان به کله هم د کشميريانو د ملاتړ نه لاس نه اخلي.

د پاکستان صدر وويل هند دې د پاکستان امن خوښي کمزوري ونه ګڼي او که په پاکستان جنګ ور وتپل شونو د جنګ نه به په شا نه شي او دا به بيا د دواړو ملکونو نه بلکې د دې جنګ اغېزې به په سیمه او نړۍ وي.

هغه وويل د هند واکمن دې پوهه شي او خبره دې دې حد ته نه رسوي.

د هند حکومت د ايين ارټيکل۳۷۰م او ۳۵م اې ختمولو سره د خپلې ولقې لاندې کشمير خصوصي حیثيت ختم کړی دی او وايي دا د هند کورنۍ معامله ده.

پاکستان نن د خپلې ازادۍ ۷۳م ورځ نمانځي او په دغه لړ کې نن سهار د ملک په پلازمينه کې ۳۱ توپې او د څلورو واړو صوبو په مرکزونو کې ۲۱، ۲۱ توپې ډزول شوي او بېلابيلې دستورې راجوړې کړی شوي دي.

ويل شوي وزیراعظم عمران خان د پاکستان د ولقې لاندې کشمیر ته تللی او هلته به اسمبلۍ ته وېنا کوي.

XS
SM
MD
LG